<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-29 16:26:32    
په پاکستان کی چينايان د احترام او هرکلی وړ دي

cri

په دې وروستيو ورځو کی يو چينی خبريال د چين او پاکستان تر منځ د نژدی روابطو په باب تر دې عنوان لاندی يوه مقاله ليکلې ده چه په پاکستان کی د چينايانو امتيازات ٠ د څه دپاسه نيمې پيړۍ راپدې خوا چين او پاکستان د نيک ګاونډيتوب او دوستۍ روابط ټينګ کړيدی، خو نن ورځ چه سړه جګړه پای ته رسيدلی ده، په ټوله نړۍ کی د ترهګري سره مبارړې پيل شوي، د پاکستان او هند تر منځ په روابطو کی ښه والي رامنځته شوې او زيات شمېر چينايان بهر ته ځي او زياته اندازه چينايی توليدات صادريږي، دغه نژدی او ټينګ روابط ساتل شويدې که نه ؟ هغه په خپله مقاله کی ليکلي چه د روان کال د اپريل په لومړيو ورځو کی د چين صدراعظم ون جيا باو د رسمي سفر دپاره پاکستان ته ورسيد او د ده د موټر کاروان ته د اسلام اباد له هوايی ډګر څخه تر هوټل پوری د څه دپاسه لسو کيلومترو په اوږدوالي د لارو په دواړو غاړو کی د ګڼ شمېر هر کلي کوونکو لخوا تود هرکلي وويل شو او هرکلي کوونکو د درندو ميلمنو د استقبال د عنعنوي عادت سره سم د ګلاب پاڼې وشيندلې ، نو موټروانانو د مجبوريت لمخی د موټر په مخی شيشه باندی د باران د پاکولو دپاره وښ لرونکي منګورونه استعمال کړل څو چه د ګلاب پاڼې ليری کړی ٠ د اسلام اباد په ورځپاڼو کی داسي ليکل شويدي چه د ميلمنو د هر کلي کولو داسي درانده وضعيت د زياتو کلونو راهيسی ندي ليدل شوی، يوازی د چينی مشر د هرکلي دپاره داسي درانده مراسم تر سره شول٠ په پاکستان کی د چين پخواني لوی سفير لو شو لين ما ته ويلي چه کله چه ما په دوه زره لومړي کال کی د چين او پاکستان تر منځ د سياسی مناسباتو د ټينګيدو د

پنځوسمې کاليزې د نمانځنې په هغه ماښامي ميلمستيا کی چه د هغه هېواد د نظامی مقاماتو لخوا جوړه شوي وه ، ګډون وکړ، د ميلمستيا رياست کوونکي وويل چه مهرباني وکړۍ چه جمهوررئيس پرويز مشرف او سفير لو د يوې پروژې د پرانستلو د مراسمو رياست وکړی٠ کله چه په برقي د کمه مې فشار وکړ، د اسلام اباد په شا د غره لمن سمدستی روښانه شوه او له څراغونو څخه په جوړ شوې يو لوي شعار په ټول اسلام اباد کی تر سترګو کيده چه په انګليسي ژبه ليکل شوي وو چه د چين او پاکستان د دوستۍ پنځوس کاله ٠ دغه روښانه شعار هره شپه ځليږي او د کال تر پايه پوری به روښانه پاتی شی٠

نن ورځ هرکله چه پاکستاني ځوانان د چين يادونه کوی، تر هر څه لومړي د چين لخوا توليد شوي موټر سايکلونه يادوي چه نرخ يی ارزانه او کيفيت يی ښه دي٠ په نننی پاکستان کی د عامو خلکو د پاره موټر سايکل ښه ترانسپورتي وسيله ده ځکه چه دوی د موټر سايکل د اخيستلو توان لري٠

په پاکستان کی چينايان له زياتو امتيازاتو څخه برخوردار دي، مثلا چيني خبريالان د نورو هېوادونو د خبريالانو نه د امنيتی څارنې څخه بي برخه دي او د پاکستان يو لوي بانک د درندو ميلمنو په توګه ټولو چينايی مشتريانو ته امتياز ورکوی٠ نن ورځ پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې په محاذ کی پروت دی او تروريستي حملی او د چاودنې پيښه په پر له پسی ډول پيښيږی ٠ دغه راز د ننه په سترګو کی مذهبي شخړې هم کله نا کله رامنځته کيږی ٠ خو د ټولو پاکستانيانو په سترګو کی چينايان د دوی ښه او د اعتماد وړ دوستان دي٠ د تير کال د اکتوبر په مياشت کی د پاکستان د قبايلو په سيمه کی دوه چينی انجنيران وتښتول شول او

له بده مرغه يو چيني انجنير ووژل شو چه دغه پيښه د پاکستان د ټولو محافلو لخوا د سختې غندنې سره مخامخه شوه، د پاکستان مطبوعاتي ذرايعو او د انترنيت شبکې په يو اواز له تښتونکو څخه غوښتنه وکړه چه بايد سمدلاسه تښتول شوي چينی انجنيران خوشي کړي سره له دې چه دوي کوم مقصد لري٠ حتې د تښتونکو مشر مسعود هم د مطبوعاتي ذرايعو له لارې ويلي وً چه د دوي عمل د چينايانو دپاره ندی او د مجبوريت لمخی دغه عمل تر سره شويدی ، ځکه چه يوازی د دې عمل د تر سره کولو له لارې د دوی غوښتنه پوره کړی شي٠