<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-29 16:57:47    
د خوشحال خان

cri

د اشعارو اجتماعی او اخلاقی خوا (٤)

په شرقی ممالکو کی سپی او خر له نورو حيواناتو نه په سپک نامه ياديږی او زمری ته په احترام کتل کيږی . د همدې لامله په شعر و ادب کی د زمری ستاينه وينو او دا شان تشبيه له زمری سره لوی صفت دی مګر خوشحال خان بالعکس وايی :

سپی به ښه کړم تر مزری نه

سپی د کور مزری د غره دی

خر که بد دی بيا وری وړی

بد سړی بتر تر خره دی

خوشحال خان د خلکو عمومی قضاوت او عام نظر ته په ډير اهميت قايل دی او د جامعی شعور له هر دليل او حجت نه قوی سند بولی . لکه چه وايی :

هيڅ حجت له هيچا مه کوه خوشحاله

هر چه تا و ته څوک وايی ته هغه

د ده له يوه بيت څخه معلوميږی چه دی کميت ته په کم نظر نه ګوری او اکثريت ډير محترم او معظم ګڼی ، ځکه يو تر سلو او سل تر زور قربانوی لکه چه وايی :

بندوبست د کاينات دی په خبرو

يو ترسلو صدقه شه سل ترزرو

سره له دی چه د کايناتو بندوبست په خبرو پوری موقوف ګڼی او دده نبوغ هم په خبرو کی دی بيا هم تشو خبرو ته په څه ارزښت نه دی قايل او کار وعمل ته په ډيره درنه سترګه ګوری ځکه وايی :

په چارم اسمان به ناست لکه عيسی وم

که اسمان ته الوته شوای په خبرو

په خالی کيسه به نه رسی تر کامه

څه حاصل که بوعلی شی په کيسو

وګفتارو ته يی مه غړوه سترګې

په کرده په عمل ګوره کس ناکس