
ددې متل قصه دا ده چه وايي دوه نيم زره کاله دمخه په چين کي شپږ وړوکي هيوادونه تيار وو چه په ګډه د لوي هيواد چينګ سره مقابله وکړي . د مشترکي مقابلې نه مخکي د جاو نومي ملک خاص استازي چه وي جه نوميده ، د نظامي اتحاد د جوړولو دپاره د څو مي ملک ته لاړ او د څو ملک له صدراعظم هوان سيي سره د ملاقات په وخت کي پوښتنه وکړه چه تاسي لوي جنرال ټاکلی دی که نه ؟ هوان سيي ځواب ورکړ چه مونږ غواړو چه لين وو د لوي جنرال په توګه وتاکو . وي جه هيڅ و نه ويل ، خو په زړه کي فکر وکړ چه لين وو د چينګ سره د جګړې په وخت کي ماتي خوړلي وه ، څنګکه د لوي جنرال په توګه ټاکل کيږي ؟ بيا يي هوان سيي ته يويه قصه وکړه چه پخوا د وي نومي په ملک کي يو ښکارچی و چه ګن لاي نوميده ، د غشي په ويشتلو ډير تکړه و . يوه ورځ هغه د پاچا سره د ښکار دپاره دباندي لاړ او يوه ډله صحرايي قازان يي په أسمان کي وليدل ، نو ګن لايي پاچا ته وويل چه ګوری ،زه بي د غشي نه يوازي ليندي کشوم ، نو قاز به راولويږي . پاچا دده په خبري عقيده نه درلوده . په دي وخت کي يوه ډله قازان له ختيځ نه والوتل ، ګن لاي خپله ليندي کش کړه ، رښتيا يو قاز له أسمان نه ولويد ، پاچا ډير حيران شو او تپوس يي وکړ چه ولی بی د غشي نه قاز هم ولويده ؟ ګن لاي وويل چه دا يو ټپی شوي قاز دی ځکه چه په تيته فضا کي ورو والوت او چيغه يي هم غمجينه ده ، نو پوه شوم چه دغه قاز سخت ټپی شوی او ډير وارخطا دی ، داسي قاز که د ليندي دکشولو غږ واوري ،د وارخطايي له امله لوړې فضا ته الوزي ، هر څومره چه قاز لوړ والوزي ، د زخم درد يي زياتيږي ، په پاي کي به په زمکه ولويږي . اوس لين وو هم د هغه قاز غوندي دی چه د چينګ لخوا ټپی شوی و ، نو لطفأ تاسي د لوي جنرال د ټاکلو په باب بيا فکر وکړي ، وروسته خلکو ددې قصې نه يو متل جوړ کړ چه وايي ټپی شوي مرغه د ليندي کشولو له غږ څخه هم ويريږي ، دغه متل د هغو کسانو لپاره استعماليږي چه په ويره او وارخطايي کي لويدلی وي ، ډير بزدل او بي غيرته دی .