<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-30 17:37:06    
د شتمنۍ په نامه د فورم اصلی موضوع دچين اقتصادی وده ده .

cri

 دشتمنۍ په نامه نهم نړيوال فورم لږه موده دمخه په بيجينګ کی پای ته ورسيد .په دری ورځنی فورم کښی د څه د پاسه اويا لويو او غښتلو تصديو عمومی مديرانو او څو سوه چينی صنعتګرانو او مامورينو د چين او د اسيا د نورو سيمو دودی او دچين له خوا دبين المللی شرکتونو دپاره د فرصتونو د برابرولو په باب ګډ بحثونه شوی دی .

نوموړی فورم د امريکی د ټايم وارنير د شرکت په اړه د شتمنۍ د مجلی له خوا په ١٩٩٥ کال کښی تاسيس شو، هر کال د نړۍ په يوه جذب لرونکی سيمه کښی يو وار جوړيږی او د بين المللی شرکتونو رئيسانو ، عمومی مديرانو ، لومړنيو اجرائيوی مامورينو او د نړی مشهور سياستمندارانو او پوهانو ته بلنه ورکوی چه پکښی ګډون وکړی ، په ګډه سره د نړۍ د سوداګرانو په وړاندی د مسئلو په باب بحثونه کوی .

دغه نړيوال فورم ولی په شپږو کلونو کښی ددرو ځلو دپاره په چين کښی جوړ شوی دی، دامريکی د ټايم وارنير د شرکت عمومی مدير ريچارد پارسونس دنوموړی علت د يادولو په وخت کښی وويل مونږ په ١٩٩٩ کال کښی دلومړی ځل دپاره په چين کښی دشتمنۍ په نامه نړيوال فورم جوړ کړ ، په لنډو څو کلونو کښی مونږ دا وليدل چه چين په پر له پسی ډول بدلونونه موندلی دی او د بدلون سرعت

يی ډير حيران دی . ډير لږ هيوادونه او سيمی کولی شی چه دچين په اوسنی چټک

سرعت سره انکشاف وکړی ..چين د نړی نه جلاکيدونکی يوه برخه ده ، دنړۍ د اقتصادی توحيد په جريان کی يی مثبت رول لوبولی دی .

دچين د اقتصاد چټک انکشاف د ټولی نړی دتوجه وړ ګرځيدلی دی . دچين دصنعتی کولو لاره ، دچين د موټرونو د صنعت انکشاف ، دچين د مخابراتو بازار ، دچين د پانګو بازار او انرژی او نوری مسئلی دفورم دتوجه وړ مهم ټکی ګرځيدلی دی . دچين د اقتصاد چټک انکشاف نه يوازی خارجی تصديو او سوداګرانو ته سمسورتيا او ترقۍ رسولی ده ، بلکه نړۍ ته يی لا زيات فرصتونه هم رسولی دی .

په نړۍ کښی د پرچون خرڅلاو تر ټولو نه لوی سوداګر يعنی د امريکی د وال مارت د شرکت په اړه د بين المللی چارو د څانګی عمومی مدير او لومړی اجرائيوی مامور جون مينزير وويل نه کاله دمخه مونږ په چين کښی د پرچون خرڅلاو لومړی پلورنځی پرانيست . تر اوسه پوری په چين کښی دوال مارت د مستخدمينو شمير پنځه ويشت زرو تنو ته رسيدلی دی ، دپرچون خرڅلاو د ټولو شپږ څلويښتو پلورنځو عمومی مديران ټول چينايان دی، په اوسنی مرحله کښی دچين د پرچون خرڅلاو چارو په چټکۍ سره انکشاف موندلی دی . روان کال مونږ چمتو يو چه په چين کښی له دوولسو نه تر پنځلسو پوری پلورنځی پرانيزو .

د نړۍ د تجارتی محافلو د مشرانو په نظر اوس چين له هغو سترو بازارونو څخه شميرل کيږی کوم چه اقتصادی وده يی د نړۍ د نورو هيوادونو په نسبت چټکه او دير جذب لری .په دی کښی شک نشته چه چين په نړۍ کښی د تيلويزيونونو ،يخچالونو او موبايلو تر ټولو نه لوی مصرفوونکی هيواد ګرځيدلی دی ، په نړۍ کی

دموټرونو دريم مصرفوونکی هيواد او د موبايلونو د استعمالولو لومړۍ لوي

هيواد دی . ښکاره ده چه اوس دچين اقتصاد چه د چټک انکشاف په حال کی دی ،د نړۍ د اقتصاد په پرمخبيولو کښی مثبت رول لوبوی . دچين د تجارتی چارو وزير بو سی لای په فورم کښی وويل اوس چين د نړی د اقتصاد په وده کښی ورځ په ورځ مهم رول لوبوی . د مثال په توګه تير کال چين په داسی موفقيت سره د نړی د اقتصاد د ودی په مقابل کښی په سلو کښی لس خدمتونه تر سره کړی دی کوم چه داخلی عمومی توليدات يی د نړی داخلی عمومی توليداتو په سلو کښی څلور ونيوه ، همدا راز يی په داسی موفقيت سره د نړی د تجارت د ودی دپاره په سلو کښی دوولس خدمتونه تر سره کړی دی کوم چه دچين د خارجی تجارت اندازه د نړۍ د تجارتی اندازی په سلو کښی شپږ ونيوه . د نړۍ د استهلاکی لوی هيواد په توګه دچين مخ په زياتيدونکی استهلاکی طاقت هم په زوروره توګه دنړی د اقتصاد وده پرمخبيولی ده .