<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-30 17:48:07    
خلک بايد له ځوانتوب نه د روغتيا ساتنی ته پاملرنه و کړی

cri

ګرانو دوستانو د چينايانو د روغتيا په خپرونه کی به يو مضمون واوری چی عنوان يی دی خلک بايد له ځوانتوب د روغتيا ساتنی پاملرنه وکړی .

د زياتو خلکو په نظر د روغتيا ساتل يوازی د زړو خلکو د تقاعد نه وروسته کار دی .مګر د اړوند موادو د احصائيی له مخی په دی وروستيو کلونو کی د پاخه سن ځوانانو د مړينی ميزان لازيات دی چی په دی کی د ښځو شمير د نارينه و په نسبت زيات دی .د پاخه سن زيات ځوانان په داسی ناروغيو لکه د وينو د لوړ فشار ناروغی ،د وينو د رګونو ناروغی او د قند په ناروغی اخته شوی دی .ولی د پاخه سن خلک په نوموړو ناروغيو اخته شوی دی چی د ا ډول ناروغی يوازی د زړو خلکو په منځ کی ډيری وی ؟عمده علت يی دا دی چی اوس د پاخه عمر په خلکو کی د کار فشار زيات دی او د دوی د ژوند عادت ښه نه دی .دغه راز د خوړلو عادت يی هم مساعد نه دی .که څوک غواړی چی د نوموړو ناروغيو نه ځان ګوښه کړی ،بايد په وقايی لاس پوری کړی .نو د پاخه عمر خلک د روغتيا د ساتلو دپاره بايد څه کار وکړی ؟

لومړی کسان بايد په ژوند کی ښه عادت و لری . د هر چا د عادت سره سم وختی وکړی او بايد ناوخته ويده نشی ،مګر ښه به دا وی چی په هر سهار وخت له خوبه پورته شی او په ټاکلی وختونو کی ډوډۍ و خوری مثلأ په شپږ نيمو بجو د سهار ډوډۍ وخوری ،په دوو لسو بجو د غرمی ډوډۍ وخوری او د شپی په شپږ نيمو بجو د شپۍ ډوډۍ و خوری ،له دی نه علاوه خلک بايد د فصلونو د بدلون سره سم د ډوډۍ د خوړلو وخت تنظيم کړی .که چيری د ژوند ښه عادت ولری ،نو د بدن بيلا بيلی برخی يی ښه رول لوبولی شی چی دا د غذا د هضم دپاره ګټور وی او خلک به له حياتی قوت نه ډک وی .

دوهم ځينی خلک د خوړلو ښه عادت نه لری .د خلکو د ژوند د سويی لوړولو له امله د خلکو ترمنځ تګ راتګ زيات دی او د زياتو خلکو دپاره په خارج کی د ډوډۍ د خوړلو فرصت زيات دی چی په دی اثر د خوړلو عادت مساعد نه دی مثلأ هغه څوک چی زيات خوراکونه خوری او زيات شراب څښی .نو د اوږدی مودی نه وروسته به يی په خيټه کی غذا زيات يی مواد پاتی شی او د وينو د لوړ فشار ناروغی ،د وزن زياتوالی او نوری ناروغۍ به ورته رامنځته شی نو په دی وجه که څوک وغواړی چی د خوړلو ښه عادت ولری ،ښه به دا وی چی په کور کی ډوډۍ وخوری ،ځکه چی په کور کی د خپل بدن د اړتيا سره سم خوراکونه تنظيميږی .د پاخه سن خلک بايد د زړه د رګونو د ناروغی د مخنيوی او د ځينو ناروغيو د وقايی دپاره سابه ،ميوی او هګۍ زيات وخوری .

دريم پاخه سن لرونکی بايد زيات ورزش وکړی .ټولو ته معلومه ده چی په ژوند کی بايد ورزش او لوبه وکړی .مګر زياتره خلک په دی نه پوهيږی چی د ورزش اندازه څومره ده ؟نو ښه به دا وی چی داس کسان د ډوډۍ د خوړلو نه وروسته قدم ووهی .د قدم د وهلو ګټی زياتی دی .هغه کسان چی هميشه قدم وهی د دوی د هضمی سيستم يی په کار کولی شی او د پښو د زړښت مخنيوی يی کيږی او د وينو د فشار په ناروغۍ نه اخته کيږی .د پاخه سن خلکو دپاره په زينی پورته کيدل ښه ورزش دی .د ځينو پاخه عمرلرونکو دپاره په اونۍ کی يوازی د يو يا دوو ساعتونو دپاره ورزش ښه دی چی د ا ډيره ښه سپورتی طريقه ده .که څوک وغواړی چی ښه بدن ولری بايد په ورزش باندی ټينګار وکړی .

څلورم بايد ځان په ښه عصبی حالت کی وساتی په عصری ژوند کی هر څوک له فشار سره مخامخ دی په تيره بيا ٤٠ کلنی په عمر کی له بيلابيلو سياليو سره مخامخ وی او د دوی اعصاب تر فشار لاندی وی چی په دی اثر د دوی احساسات تل به خوشحاله نه وی .که چيری نوری زياتی ناروغۍ ور ته رامنځته شی ،نو بايد ځان خوشحاله وساتی او د اوږدی مودی د کارکولو نه وروسته رحصتی ډيره اړتيا وی او د ښه استراحت دپاره د خصتيو څخه ګټه واخلی مثلأ قدم وهل ،مغازو ته تلل او له ځينو دوستانو سره خبری اتری کول ،ستاسو عصبی احساسات به له منځه وړی .

د روغتيا ساتل بايد له ځوانتوب نه پيل شی . يوازی په دی شرط چی د روغتيا د ساتلو لاره چاره مساعده وی ،نو د ځان د ژر زوړوالی څخه به ونيسی او د ناروغيو د رامنځته کيدو سره به مخامخ نه شی او په دی توګه به په ښه روغتيايی حالت کی ژوند وکړی .

ګرانو دوستانو زمونږ پروګرام پای ته ورسيد خوشحاله اوسی .