د پينګ پانګ ٢٨ م نړيوال چامپيشيپ د تيری می مياشتی په دوهمه لسيزه کی د چين په شانګهای کی تر سره شو او د ډيری خوښی وړ خبره دا ده چه د چين لوبغاړو د نارينه و او ښځو په يو کسيزه او دوه کسيزه مسابقو کی طلايی ميډالونه لاس ته راوړل ٠په چين کی د پينګ پانګ لوبه د لومړني لوبې په نامه ګڼل کيږي ځکه چه نه يوازی څه دپاسه لس مليونه تنه وګړی له دې لوبو سره علاقه لری ، بلکی د چين د پينګ پانګ ټيم د دېرشو کلونو نه راهيسی نړيوال مخکينی مقام ساتلی دی ٠ علت يي څه دی ؟ د ورزش او سپورت په نامه نننی پروګرام کی به په دی باره کی له تاسو سره څه وغږيږو چه د پينګ پانګ په لوبو کی د چين د مخکينی مقام دساتلو اصلی علت څه دی ٠
په چين کی د پينګ پانګ لوبه د نورو لوبو نه ښه تعميم شوی او د تر لاسه شويو طلايي ميدالونو شمير يي هم د نورو لوبو نه زيات دی ٠ له هغه وخته راهيسي چه په ١٩٥٩ کال کی د پينګ پانګ په شپږويشتم نړيوال چامپيشيپ کی د چين لوبغاړی ژونګ ګو توان د لومړي ځل دپاره قهرمانې تر لاسه کړه ، د چين د پينګ پانګ ټيم څه دپاسه يو سلو دېرش طلايی مدالونه لاس ته راوړي دی ، په چين کی د ژونګ ګو توان ، ده يا پينګ ، ليو ګو ليانګ او کونګ لينګ هوي په شمول زيات تګړه او غښتلی ورزشکاران روزل شويدی ٠
د تازه ختم شوي چامپيشيپ د جوړيدوپه وخت کی د چين د پينګ پانګ د لوبو د قهرمانانو په سيمينار کی د چين مربوطو متخصصانو دا نظر څرګند کړ چه د لس
ګونو کلونو نه راهيسی د چين د پينګ پانګ لوبغاړو د دغو علتونو له امله ښه موفقيتونه تر لاسه کړيدی چه په چين کی د پينګ پانګ د لوبو په باب د ورزشکارانو د روزنی او انتخاب سيستم ډير بشپړ او غوره دی او په هيواد کي د ګډی سيالی نظام جوړ شوی ، دغه راز دغه لوبه په هيواد کي هم ښه تعميم شوی او د روزنی په بهير کی علمي او تخنيکي ميتودونه استعماليږی ٠ د چين د پينګ پانګ د ټيم مشر هوانګ بياو وويل ____(أواز)_____
اوس په چين کی د څه دپاسه دېرش زر تنه ځوانان او ماشومان د پينګ پانګ رسمی روزنه منی، د چين د پينګ پانګ د لوبو په ټولنه کی ثبت شوی ورزشکاران نژدی دوو زرو تنو ته رسيدلی او د لومړی او دوهم ملي ټيمونو غښتلي ورزشکارن نژدی سلو تنو ته رسيدلی دی ٠د ورزشکارانو د روزنی د بشپړ سيستم له امله د چين ټيم تل د پينګ پانګ د لوبې په مخکينی قطار کي ولاړ دي ٠
د ځوانانو او ماشومانو څخه د غوره ورزشکارانو د انتخابولو لپاره په چين کي هر کال يو لړ مسابقې جوړېږي او هر کله چه غوره لوبغاړی راپيدا کيږي ، د لوړې درجې په ټيم کی منل کيږي ٠ په چين کی د پينګ پانګ د لوبو لوړه سويه لرونکی روزونکی او د لوبغاړو د انتخاب او روزنی په باب بشپړ سيستم جوړ شويدی ، نو تکړه او غښتلی لوبغاړی ملي ټيم ته داخليدای شي ٠ دغه راز د بری موندلو لپاره د ملی ټيم لوبغاړي د روزنی په وخت کی هميشه ډير زيار باسي ٠ د چين د پينګ پانګ د ټيم مشهور روزونکی لو لين وويل _____أواز______
په چين کی د پينګ پانګ لوبغاړو د ښو موفقيتونو د تر لاسه کولو لپاره ډير زيار او زحمت ايستلی دی ٠ مثلأ لږه موده د مخه د چين د نارينه و د ټيم ورزشکارانو په هره
اوونی کي د ليري مسافت د ځغاستې او د صحرانوردی د ځغاستې په شمول ١٢ ساعتونه تمرينات سر ته رسولي دي څو چه د دوی بدنی قدرت پياوړي شي او د مشکلاتو د ليري کولو په هکله ئی خپله اراده او اطمينان ټينګ شي ٠
په ملي ټيم کی هم ډير علمی او تخنيکي پرسونل د پينګ پانګ د لوبې د نړيوال پرمختګ تازه تمايلاتو ته خپله توجه اړولی او د بهرنيو لوبغاړو د لوبو د مهارتونو او سپورتي تاکتيکونو څيړنه کوي ٠ د چين د ملي ټيم په اړوند څيړونکی جانګ شياو پنګ وويل ___اواز______
نژدی د يوې پيړی راهيسی د پينګ پانګ د لوبې په اړه شپږ څلويښت ډوله نوي تخنيکونه او لوازم رامنځته او استعمال شويدی چه اوه ويشت ډولونه يي د چين لخوا اختراع شويدي ٠ د پينګ پانګ لوبې د چټکي پياوړتيا سره سم لوبغاړي په څه ډول په مسابقو کی برياليتوب تر لاسه کولای شي ؟ دا د چين د ملي ټيم په وړاندي د نويو تخنيکونو د استعمالولو اود روزنی په وخت کی مخامخ شوې مهمه موضوع ده ٠
ګرانو دوستانو ، د ورزش او سپورټ په باب نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد ، هيله ده چه زمونږ دغه پروګرام مو خوښی شوي وي ٠