

د اړوندې څيړنې له مخې کرفس د انسان له پاره يو ډول ډير ګټور سبزي دي ٠ لومړي د کرفس شيره د ويني فشار د ټيټولو رول لري ، له بلې خو د کرفس الياف کلفت دي ، نو د کلمو فعاليت پياوړي کوي ٠ په بل عبارت د چين د عنعنوي طب له نظره ونبق يخ خاصيت لري نو د بدن حرارت کمولي شي ٠ خصوصأ د سږې د حرارت د له منځه وړلو له پاره د د رملني رول لوبولي شي ٠ نو په کرفس او ونبق جوړ شوي خوراک د انسان د روغتيا له پاره ډير ګټه لري ٠ د کرقس او ونبق يو ډول سبزي خوراک دي او جوړونه يي هم ګرانه نه ده ٠ لومړي نيم کيلو کرفس او څلور يا پنځه دانې تازه ونبق او برابره مالګه تيار کړي ، بيا کرفس پاک ومينځي ، پاڼه يي ليري کړۍ او د نيم انچ په اوږد او نرم تار پري کړۍ٠ بيا ونبق پاک ومنځي او د ونبق د ګل پاڼه يوه يوه جلا کړۍ٠ د نوموړو کارونو د تر سره کولو نه وروسته په يو ديګ کې د څلورو کوځينو کاپوغې غوړي پکې واچوي ، ديګ د اور د پاسه کيږدي ، غوړي چي سري شي ، کرفس پکې واچوي او ژر ژر يي ولړۍ ، د دوو يا درو دقيقو نه وروسته سم د لاسه ونبق پکې واچوي او ويي لړۍ او د دوو يا درو دقيقو نه وروسته برابره مالګه پکې واچوي او په داسي حال کې نوموړي سبزي تيار شو ٠ د انسان په ژوند کې يو شمير خلک د سبزي خوراکونو پر خوړلو باندې ټينګار کوي ٠ په حقيقت کې د علم له نظره د سبزې خوراکونو خوړل د انسان د روغتيا له پاره ګټور دي ٠ د سبزي خوراکونو د ساتونکو په نظر سبزي خوراکونه وينه پاکوي ٠ د امريکي داړوندې څيړنې له مخې د هغو خلکو د وينې فشار چه غوښه نه خوري ، د غوښې خوړونکو په نسبت ډير ټيټ دي ٠ دغه راز دروغتيا په هکله د نړۍ د اړوندې څيړنې له مخې په هغو هيوادونو کې چه د غوښو مصارف زيات دي ، د زړه او سرطان په ناروغيو کې د اخته کيدو ميزان د هغو هيوادونو په نسبت ډير ټيټ دي چه د غوښو په نسبت د سبزيجاتو مصارف يي لوړ دي ٠ مثلأ د چين د جنوبي خوا د ګوان سي د ياو قوم خود مختاره ناحيه د چين د اوږد عمر د ناحيې په نامه ډير شهرت لري چه هلته د بزګرانو عمده خوراکونه د وريجۍ ، نخود ، جوار ، سبزې ، کدو او داسي نور سبزيجاتو څخه تشکيل شوي دي ٠ د دوي د ډوډۍ پر ميز باندې غوښه ډير لږ ليدل کيږي ٠