د سين هوا اژانس دخبر له مخی ، د پاکستان د پوليسو د اړوند مامور په قول د روانې مياشتې په ديرشمه نيټه په شپې اتو بجو د کراچی د شيعه ګانو په يوه جومات کی انتحاری چاودنه وشوه چه په نتيجه کی لږ ترلږه ٥ تنه مړه او ١٠ تنه ټپيان شوی دی . د نوموړی پيښې له امله د کراچی په زياتو ځايونو کی شورشونه شوی دی .
د خبر له مخی ، نوموړی چاودنه په نژديو څلورو ورځو کی د پاکستان د شيعه ګانو په جومات کی دوهمه انتحاری چاودنه ده .