د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د می په ٣١ نيټه په اسلام اباد کی د هند د صدراعظم له پخوانی مرستيال اود مخالف ګوند يعنی د بهاراتيا جاناتا د پارټی له مشر لال کيشانچاند ادوانی سره خبری اتری وکړې . دواړو خواؤ د هند او پاکستان ترمنځ د ديالوګ او سيمه ايزو اوضاعو په شمول د ګډی علاقی وړ مسئلو په باره کی د نظرياتو تبادله وکړه .
ښاغلی اډوانی د خبرواترو نه وروسته خبريالانو ته وويل چه هند او پاکستان دا ارزو لری چه د ګډو کوښښونو له لاری به د کشمير په شمول ټول اختلافات ليری کړی او دده د اوسنی سفر مقصد د دواړو هيوادونو ترمنځ د هراړخيز ديالوګ د بهير ګړندي کول دی . هغه زياته کړه چه د نوموړی ديالوګ بهير د بهاراتيا جاناتا د پارټی لخوا د واکمنۍ په دوره کی پيل شوی او اوس زمونږ ګوند د مخالف ګوند په توګه لا هم د نوموړی بهير څخه ملاتړ کوی .
ښاغلی اډ وانی په ٣٠ نيټه اسلام اباد ته ورسيد او پاکستان ته يی په خپل يوی اونی سفر پيل وکړ .