ميرمن ماڅ اوغاتامکی د جاپان يوه داسی معمولی ښځينه ښوونکی ده چه دوه زامن لری . خو د تيرو شلو کالو په اوږدو کی يی د چين او جاپان ترمنځ د٤٠ ځلو لپاره تګ راتګ وکړ او له خپلو ځانګړو لارو يی پر چين باندی د جاپان د پخوانی تيری په اړه اصلی تاريخی معلومات راجمع کړل او په ٢٠٠٢ کال کی يی د کتاب په شکل تاليف او چاپ کړی دی ، نوموړی کتاب يوازی د جاپان په هيواد کی د ٥ وارو لپاره چاپ شوی او تر اوسه پوری ډير زيات لوستونکی لری .
د روان کال د اپريل په لومړنيو ورځو کی ٥٨ کلنه ښځينه ښوونکی
ماڅ اوغاتامکی د ننداری لپاره په خاص ډول د چين د شانګهای د شونګ هو د جاپان د تيری په ضد د جګړی د پيښيدو ځای ته ورغله او په پخوانی جګړه کی چينايی شهيدانو ته يی د تازه ګلانو ګيډی وړاندی کړه . دا څلويښتم ځل دی چه هغه چين ته راځی او د جاپان لخوا د پيل شوی پخوانی تيری کوونکی جګړی لپاره د تاريخی شواهدو د راجمع کولو بهير ته يی دوام ورکړی دی .
د اپريل په دوهمه نيټه د غرمی نه وروسته ميرمن ماڅ اوغاتامکی د سونګ شان د بوډاګانو مرستون ته ورغله او هلته يی له ٨١ کلن سپين ږيری ګاو شه چيانګ سره کتنه وکړه . ګاو شه چيانګ يو بزګر دی او د ١٩٤٠ کال د مارچ په سر کی يی په خپل اجدادی کور کی د څه د پاسه يو سلو شپيتو تنو بی ګناهو
چينايانو د وژلو په شمول د جاپانی عسکرو لخوا د رامنځ ته شوی پنځه ځله قتل عام جريان وليد . ميرمن ماڅ اوغاتامکی لومړی په سليسه چينی ژبه نوموړی سپين ږيری ته سلامونه وويل او په خلوص ډول وويل چه زه ماڅ اوغاتامکی يمه او له تاسو نه د بخښنې غوښتلو لپاره له جاپان نه راغلی يمه . سپين ږيری خپل سر هغی ته واړاوه او په مسکا او مهربانه توګه يی سر وښوراوه . ميرمن ماڅ اوغاتامکی په دی وسيله له ١٨٠ هغو چينايانو سره د زړه له کومی خبری وکړې کوم چه د جاپانی تيرکوونکو عسکرو ظلم او کړاونه يی ګاللی ؤ . هغې خبريال ته داسی وويل ، زه د يوه جاپانی په توګه دا مسئوليت لرم چه زمونږ دهيواد د پخوانيو ناوړو عملو جبران وکړم .
شل کاله د مخه ٣٨ کلنه ميرمن ماڅ اوغاتامکی له يوه سفری هيات سره يو ځای د چين شانګهای ښار ته راغله او هلته يی پر چين باندی د جاپان د تيری کوونکو فوځيانو د جنايتونو په باب نندارتون وکوت . جاپان ته د بيرته تللو نه وروسته هغی يوه ځانګړی ټولنه جوړه کړې او په دوهم کال کی هغه د يوه سل کسيز هيات په مشرۍ چين ته يو ځل بيا راغله او پر چين باندی د جاپان د تيری کوونکو فوځيانو د جنايتونو د افشا کولو او د تاريخ د اصلی بڼې د ښودلو او رابرسيره کولو په غرض يی د خپل ژوند په نوی مزل پيل وکړ . هغی وويل چه زما نيت او مقصد ډير ساده دی ، په بل عبارت ، د جاپان د يوی ښوونکی په توګه خپلو زده کوونکو ته د تاريخ د اصلی حقايقو برابرول زما ارزو ده .
د تيرو شلو کلونو په اوږدو کی هر کال ميرمن ماڅ اوغاتامکی د ښوونځی د درو رخصتيو نه په استفادی سره چين ته راځی او هغو چينايانو ته چه د جاپان د تيری کوونکو عسکرو د تيری او زور زياتۍ په اثر يی تاوانونه ليدلی ، خپلی
همدردی او پاملرنی يی څرګندی کړی او کوی يی .
په حقيقت کی ميرمن ماڅ اوغاتامکی يوه غښتلی ښځه نه ده . د واده نه وروسته د لسو کالو لپاره يوازی د يوی کورنی ښځه وه . هغه د امريکی له هاروارد پوهنتون څخه د فارغيدو نه وروسته د جاپان په يوه ښوونځی کی د ښوونکی دنده په غاړه واخيستله . د تدريس په بهير کی دا يی وموندله چه د جاپان په تدريسی موادو او کتابونو کی پر چين باندی د جاپان د تيری کوونکی جګړی په باب ليکل شوی تاريخ پخپله له ترلاسه شويو تاريخی حقيقاتو سره ډير توپير لری . په نوموړو کتابونوکی نه يوازی تاريخ رښتيانی او صحيح نه دی ، حتی په ځينو تدريسی موادو کی د چين په نان جين ښار کی د قتل عام په باب تاريخ هم رد شوی دی .
ميرمن ماڅ اوغاتامکی خبريال ته وويل چه مونږ د پخوانی تاريخ د پټولو حق نه لرو او بايد اړوند حقايق نړيوال ته وښيو تر څو زمونږ راتلونکی نسل تاريخی درس په ياد کی وساتی. هغی زياته کړه چه نن ورځ د جاپان زيات پخوانی عسکران خپل اولادونه او لمسيان لری ، خو دوی د ځوانۍ په وخت کی په خپلو لاسونو دچين او نورو اسيايی هيوادونو د خلکو همدغسی ماشوم هلکان او نجونی وژلی وی او نن ورځ له پخوانی تاريخ نه انکار کوی . رښتيا ده چه زه ددوی له امله شرميږم .