د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف د می په ٣١مه نيټه د امريکی د سی ن ن د خبريال سره د مرکی په ترڅ کی وويل چه پاکستان به د القاعدی تروريستی سازمان مهم مشر ابو فرج ال ليبی امريکی ته محاکمې لپاره وروليږي چه د می په پيل کی د پاکستان په شمال لويديزی سيمی کی نيول شويدی ٠ مګر جمهوررئيس مشرف د ورليږدولو مشحص وخت افشه نه کړ .
فرج د القاعدی د سازمان د دريم مشر ګڼل کيږي چه د ٢٠٠٣ کال په دسمبر کی ئی دوه ځله د جمهوررئيس مشرف د وژلو هڅی کړی وی ٠