<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-01 12:08:25    
د چين د لانجو ښار د وګړو خاص خوراک _ د غوايي غوښې أش

cri

اوس د چين يا په لويو ښارونو يا په کوچنيو ښارونو کې د لانجو د غوايي غوښې أش رستورانونه ليدل کيږي ، نو ويل کيږي چه د دغه ډول خوراک خوړل نه يوازي د لانجو په ښار کې بلکه په ډيرو ښارونو کې ډير رواج لري او د زياتو خلکو له پاره ډير خوندور خوراک ګڼل کيږي ٠

د چين د لانجو په ښار کې د غوايي د غوښې أش د مسلمانانو عنعنوي خوراک دي ، نو په دي ښار کې د دغه ډول خوراک رستورانونه ډير ليدل کيږي ٠ هره ورځ د دي ښار د نوموړو رستورانونو دعه خوشبوي أش د زياتو خلکو توجه ځان ته راجلبوي ٠ نو هر نوموړي رستوران له زياتو مشتريان څخه ډک بريښي او د لانجو ښار يوه خاصه منطره ګرزيدلې ده ٠ زمونږ خبريال په دي وروستيو ورځو کې د لانجو ښار د نوموړي خوړو په يوه رستوران کې څو څو ځله وليدل چه يوه کورني چه پلار ، مور او له خپل لور سره نژدي هره ورځ په دي رستوران کې د غوايي غوښې أش خوري ، نو ور سره خبرې وکړې او له خبرو څخه يي دا معلومات تر لاسه کړل چه ددغې کورني خاوند شه فونګ نوميږي او د لانجو ښار په کلتوري مرکز کې کار کوي او لور يي په لانجو پوهنتون کې درس لولي ٠ د دوي د ژوندانه د سويي په اوچديتو سره دوي تل دنوموړي أش د خوړلو له پاره رستوران ته راځي ٠ ښاغلي شه فونګ خبريال ته وويل چه د لانجو په ښار کې د څه د پاسه ديرش کالو راهيسي مونږ ژوند کوو او نژدي هره ورځ د غوايي غوښې أش خورو ، خصوصأ کله چه د لانجو ښار له بهرنيو ځايونو څخه د کار نه وروسته بيرته راشم ، لومړي بايد په رستوران کې يوه کاسه دغه أش وخورم ٠

د لانجو د غوايي غوښې أش ځک دومره زيات خلک راجلبوي ، علت يي دا دي چه دغه خوراک نه يوازي رنګ ښکلي دي بلکه خوند يي هم ډير زيات دي ٠ د لانجو ښار د اوسيدونکو په اصطلاح په يوه کاسه أش کې د غوايي غوښې ښوروا خوندوره ، د مولې يي سپينه ، د مرچو غوړي يي سره او دنيا يي شنه ښکاري او په دي توګه ښوروا په څلورو ښکلو رنګونو ښکلي شوي وي ٠ له بلې خوا بيه يي هم ډيره ارزانه ده ٠ يوه لويه کاسه دغه أش يوازي څه د پاسه دوه ژن مين بي يوانه بيه لري ٠ د اړوندو معلوماتو له مخې د دغه ډول خوراک جوړونه خاص مهارتونه لري ٠ مثلأ د غوايي غوښې د ښوروا د جوړولو له پاره د غويي غوښې ، هډوکې په شمول څه د پاسه لس ګونه اړوند مواد په کار دي ٠ همداشان په مختلفو رستورانونو کې د نوموړي أش د جوړنې له پاره د تياري شوي ښوروا خوند هم بيلا بيل دي او د جوړنې مهارونه او د اړتيا اومه مواد يي هم يو شان نه دي ٠ په دي ښار کې يو شمير مشهور رستورانونه د نوموړي ښوروا د جوړلو په هکله د خپل خاص مهارت د ساتلو له پاره ځانګړي مهارتونه او خاص تجويزونه په هيڅوجه بهر نه خپروي ٠ په نوموړي ښار کې د ما ځه لو په نامه د غوايي غوښې د أش رستوران ترټولونه ډير شهرت لري ٠ سوداګر ما ځه لوي نوميږي او پنځه اويا کلن دي ٠ له ډير پخوا نه تر اوسه پوري لا هم پخپله په خپلو لاسونو نوموړي ښوروا جوړوي څو چه يي مهارت بهر ته د خپريدو مخه ونيول شي ٠

د غويي غوښې أش د لانجو د ښار د عنعنوي خوراک په توګه د دغه ښار د اوسيدونکو له پاره نه جلا کيدونکي ورځني خوراک ګرزيدلي دي ٠ د ښاغلي شه فونک لور داسي وويل چه زه له وړکتوب نه تر اوسه پوري تل په لانجو ښار کې ژوند کوم ، د کوچينيتوپ په وخت کې مور او پلار تل هر سهار رستوران ته وړلم او ما په رستوران کې دغه أش خوړه ٠ کله چه اوس لويه شوم هره ورځ له خپلو دوستانو سره يو ځاي دغه أش وخورم ٠ د هغې يوه دوستې چه د چين د ختيځې خوا د جه چيان له ولايت څخه لانجو ښار ته راغلې او په لانجو پوهنتون کې هم درس لولي ، خبريال ته وويل چه لومړي په رستوران کې د أش د خوړلو په وخت کې ما فکر کاوه چه د دومره لويه کاسې أش څنګه په پوره توګه خوړل کيږي ؟ خو د وخت په تيريدو سره اوس يوه لويه کاسه أش زما له پاره کافي نه دي ٠

اوس په لانجو ښار کې څه د پاسه يو زرو دوه سوه د نوموړي أش رستورانونه شته ، دغه راز د چين په بيلا بيلو ځايونو کې ټول دغه ډول خوندور أش خوړل کيږي ٠ د ما لان په نامه د نوموړي أش د رستوران سوداګر په بيلا بيلو ځايونو کې څه د پاسه څلور سوه خپل فرعي رستورانونه جوړ کړي او حتي په امريکې ، فرانسي او نورو هيوادونو کې هم خپل رستورانونه لري ٠