


ګرانو اوريدونکی اسلام عليکم ! په نننی پروګرام کی به تاسو يوه تبصره واوری چه عنوان يی دی : په افغانستان کی د يوه جومات په دننه کی د بم د چاودنې پيښه وشوه .
د چين د بين المللې راډيو دخبر له مخی : د افغانستان د کندهار په ښار کی د يوه جومات په دننه کی د جون په لومړې ورځ د بم د چاودنې پيښه وشوه او په نتيجه کی د کابل ښار د پوليسو د قوماندان په شمول لږ تر لږه ١٩تنه مړه او ٥٠ تنه ټپيان شول . نوموړې چاودنه د روان کال راهيسی په افغانستان کی ډيره سخته ظالمانه حمله ده . خلکو يو ځل بيا د افغانستان د امنيتې حالاتو په نسبت خپله ژوره انديښنه څرګنده کړه .
د جون په لومړې نيټه سهار په سلګونو تنه افغانانو د محلی دينې مشر مولوی عبدالله فياض د فاتحی مراسمو د تر سره کولو دپاره راټول شوی ؤ چه د مې په نه ويشتمه نيټه د طالبانو لخوا ووژل شو . د خلکو د دعا کولو په وخت کی يو ځان وژونکی د نوموړې جومات په دننه کی بم وچاوه او د همدی چاودنې له امله د کابل ښار د پوليسو د قوماندان په شمول ١٤تنه ځای په ځای مړه او نور پنځه تنه په شفاخانه کی مړه شول . د چاودنې د پيښيدو نه وروسته د افغانستان د دولت فوځ د کندهار د شاوخوا سيمې وتړلی او اوضاع يی تر کنترول لاندی راوستل .
د افغانستان د کورنيو چارو وزير په همدې ورځ په يوه مطبوعاتی کنفراس کی وويل چه د ځان وژنی نوموړی چاودنه د يوه بهرنې شخص له خوا رامنځته شوه
افغان نه دی او هغه دا هم انتقاد وکړ چه په څو تيرو ورځو کی د خار جيانو له خوا په افغانستان کی تروريستی چاودونې جوړی شوی . په عين وخت کی د کندهار والی ګل اقا شيرزوی څرګنده کړه چه د القاعدی سازمان او خارجی قواوو په دې چاودنه کی ګډون درلود او د نوموړې چاودونې ځان وژونکی د القاعدی د سازمان يوه عربی غړی دی .هغه زياته کړه چه په څو نژديو ورځو کی يو شمير عربی افراطی عناصر د افغانستان جنوبی سيمو ته ننوتی دی او د افغانستان ته يی خطر پيښ کړی دی ښايی دوی به په لا زياتو حملو لاس پوری کړی .
تر اوسه پوری هيچا او هيڅ سازمان نه دې ويلی چه دوی د نوموړی پيښی مسؤليت په غاړه لری .د جون په لومړی نيټه د طالبانو د ډلې نطاق لطيف لله حکيمی له يوه پټه ځای څخه په تيلفون کی وويل چه نوموړی پيښه په طالبانو پوری اړه نه لری ځکه دوی په جومات کی چاودنه نشی کولای .هغه زياته کړه چه د افغانستان د حکومت د داخلی قواوو تر منځ اختلافونه د نوموړی چاودنې سبب ګرځيدلی دی .
د تير کال د اکتوبر په مياشت کی د افغانستان د جمهوری رياست د عمومی انتخاباتو د ختميدو نه وروسته په يوه موده کی په افغانستان کی اوضاعو ثبات موندلی ؤ او د سوله ايز امکان زيات شوی ؤ ، مګر په څو نژديو مياشتو کی په مسلسله توګه بيلا بيلی ظالمانه پيښی وشوی ، په تيره بيا د می په نه ويشتمه نيټه د دينې مشر مولوی عبدالله فياض ووژل شو او د جون په لومړی ورځ په جومات کی نوموړی چاودنه وشوه . داسی پيښو يو ځل بيا خلکو ته اخطار ورکړ چه په افغانستان کی ناامنيتې ډير عوامل شته او امنيتی حالات لا هم ښه نه دی .لومړی ،
په افغانستان کی د طالبانو عناصر ډير فعاله دی ، د خبر له مخی د طالبان سازمان
د هوا د توديدو سره سم خپلو بريدونو ته زورورکړيدی او په دې توګه غواړی چه د راتلونکو پارلمانی انتخاباتو ته تاوان ورسوی چه دغه انتخابات به د روان کال په دوهمه نيمايی کی تر سره شی . دوهم ، د افغانستان په بيلا بيلو ځايونو کی ټوپک سالاران لا هم د په خپلو وسلو اقتصادی سرچينی او ماليات کنترولوی او دوی تل د خپلو ګټو د تر لاسه کولو دپاره کشالې رامنځته کوی . داسی کشالې اجتماعی نظام او سياسی اوضاعو ته خطر پيښوی . دريم ، د امريکی عسکرو له خوا د قران کريم د سپکاوی د پيښې له امله ، په افغانستان کی دامريکی په ضد مظاهره وشوه او د دې په اثر څه دپاسه ١٥تنه مړه شول .دی پيښی څرګنده کړه چه د افغانستان په خلکو کی د امريکی ضد مفکوره شته او يو شمير خلک له حکومت څخه ناراضه دی . په عمومی لحاظه نوموړی عوامل د افغانستان د ناامنې سبب ګرځی او راتلونکو پارلمانې انتخاباتو ته به ستونزې ورسوی ، نو له دی امله د افغانستان حکومت لا هم له سخت چلينج سره مخامخ دی .
ګرانو اوريدونکی ، زمونږ نننی تبصره په همدی ځای پای ته ورسيد ، ستاسو د کاميابی او خوشحاله په هيله .