د لرغونی زمانی د اولمپيک په سپورتی سياليو کی خلکو د بربندو او لوڅو لوبغاړو له لوبو سره ډيره علاقه درلوده . د لرغونی زمانی د اولمپيک له ٦٥می سپورتی لوبی څخه ځغاسته د سيالی د يوی لوبی په توګه وټاکله شوه چه د لرغونی زمانی په ټولو سپورتی لوبو کی دا په جاموکی د برخه والو لوبغاړو په ګډون يوازنی لوبه وه او په همدغه لوبه کی يو قهرمان چه پری لويديرس نوميده ، راپيدا شوی وه .
لويديرس نه يوازی د لرغونی زمانی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د ځغاستی قهرمان و ، بلکی يو زړه ور مبارز هم و . کله چه هغه د اولمپيک په بلی سپورتی لوبی کی د ګډون لپاره په تمريناتو بوخت و ، د يوی جګړی په ترڅ کی لويديرس سخت ټپی شو . خو په داسی حالت کی هغه د علاج په عين وخت کی لا د ځغاستی په تمريناتو کی هم برخه واخيستله . په دی توګه د سيالی په بهير کی هغه د نورو لوبغاړو په وړاندی مطلوب ځای ته منډی ترړی وکړه ، مګر د نوموړی لوبی په نيمه لاره کی يی ناڅاپه زړه يی سخت درد شو او هغه د سخت درد سره سره لا په مسابقی باندی هم ټينګار کاوه . هغه خپل سر راپورته کړ او و يی ليدل چه مطلوب ځای ته يی يوازی څو متره پاتی دی . په دی وخت کی دهغه په دماغ کی يوازی د مطلوب ځای سپينه کرښه راښکاره شوه او بالاخره د سيالی مطلوب ځای ته ورسيد او يو ځل بيا يی د قهرمانۍ لقب وګاټه ، خو له بدمرغه په دی عين وخت کی لويديرس هم په مځکه ولويده . په دی وخت کی د
سيالی لوبغالی له جوش او خروش نه ډکه منظره ليدله کيدله او نندارچيانو ورزشکار لويديرس ته د حيرانوونکی او کلکی ارادې له امله شاباشی وويله . خو سمدستی د سپورتی لوبو تنظيموونکی په درد ونکی أواز سره اعلان وکړ چه قهرمان لويديرس د تل لپاره له دنيا څخه خپلی سترګی پټی کړی دی ... د لويديرس د زړه ورتيا او قربانۍ نه ډکی لوړی روحيی ټول خلک متاثره کړل او هغه ته د احترام د مراتب د څرګندولو لپاره خلکو يو افتخاری تاج د نوموړی قهرمان په سر کيښود ... لوبغاړی لويديرس د خپل ځوان ژوند په تاريخ کی يوه ځلانده پاڼه راپاتی کړی او د ورزشکارانو لپاره ډيره ممتازه او غوره نمونه ګرځيدلی ده .