<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-03 17:28:16    
د ګوي لين ښار ښکلي طبيعي منظرې

cri

ګرانو دوستانو چين ته د سفر په ننني خپرونه کې به د چين د ګوي لين ښار ښکلي طبيعي منظرې تاسو ته معرفي کړو٠

د چين په جنوب کې يو ښار شته چې ګوي لين نوميږي ، يود لي جيانګ نومي سيند له دې ښار څخه تيريږي ٠

د لي جيانګ په نامه سيند څه دپاسه څلور سوه کيلومتره اوږدوالی لري ، په دې اوږدو کې د ګوي لين ښار نه د يانګ سو تر ولسوالی پورې د ٨٣ کيلومترو په فاصله کې ډيرې ښکلې او په زړه پورې طبيعي منظرې تر سترګو کيږي دا سيمه په نړۍ کې تر ټولو نه ډير ښه د سيل او د ليدو وړسيمه ده چې زيات کارستي غارونه پکې ليدل کيږي ، همدا ځانګړي طبيعي خصوصيت له امله د ګوي لين دغه غارونه د ګوي لين ښار د ښکلو طبيعي منظرو يوه مهمه برخه تشکيلوي ٠

په چين کې يوه اسطلاح شته چې وايي د ګوي لين طبيعي ښکلې منظرې تر ټولو نه ښکلې او په زړه پوري منظرې دي ، د ګوي لين د ښکلو منظرو څخه د لي جيانګ سيند د دواړو غاړو طبيعي منظرې هم ډيرې ښکلې دي ٠ دغه منظرې لکه يو په زړه پوري تصوير د خلکو په مخ کې ښکاري ، د لي جيانګ سيند په يوه غاړه کې د سيانګ بي په نامه غر شته چې صورت يې لکه يو فيل د خپل اوږد خرطوم په څير د سيند اوبه څښي ٠نوموړي غر د ګوي لين د ښار د نښې په توګه ګڼل کيږي ، د فيل د بدن او خړتم ترمنځ يوه ګرده کړۍ موجوده ده ، د سيند اوبه ورڅخه تيريږي ، ښاغلي ما وي مين چې کور يې د سيانګ بي غر په لمن کې پروت دی د نوموړي غر په باب يوه افسانه وويله ، هغه وويل وايي چې ډيره پخوا په اسمان کې د اسماني امپراطور

يو موټي فيلان د ګوي لين د لي جيانګ سيند ته راغلل او اوبه يې وڅښلې ، دوي د ګوي لين او د لي جيانګ سيند د ښکلو منظرو سره ډيره مينه راپيداکړه او ويې غوښتل چې په دې ځای کې پاتي شي ، أسماني امپراطور څو څو ځله دوي ته امرونه ورکړل چې أسماني ماڼۍ ته بيرته ولاړشي زياتره فيلان مجبور وو چې أسماني ماڼۍ ته بيرته ستانه شي خو له دوي څخه يو فيل پاتي شو، أسماني امپراطور ډير په قهر شو نو يو ښاپيري يې ګوي لين ته وروليږه او د يوې تورې په واسطه يې نوموړي فيل وواژه، نو په دې وجه دا فيل د لي جيانګ سيند په غاړه کې د تل دپاره پاتي شو، البته دا د پخواني خلکو لخوا جوړه شوې افسانه وه ، د ګوي لين او لي جيانګ د غرونو او سيند څخه جوړشوې ښکلې طبيعي منظرې ډيرې ښکلې دي ، خلک چې دې ځای ته راځي او د ښکلو منظرو د سيل نه وروسته د ا نيت هم لري چې په دې ځای کې پاتي شي ٠

د ګوي لين په ښار کې يو لوي پارک شته چې چيسينګ پارک نوميږي ، د نوموړي پارک مساحت څه دپاسه ١٢٠ هکتارو ته رسيږي ، په دې پارک کې اوه کوچني غونډۍ شته ، له دې جملې څخه دولاړ اوښ په شان يوه غونډۍ شته، دغه راز د چيسينګ په نامه غار ددې پار ک دنورو نه دلچسپه او ښکلې منظره ده ، په نوموړي غار کي درې طبقې شته ، په دوهمه طبقه کې استالاکتيت زيات او رنګارنګ شکلونه ليدل کيږي ، د استالاکتيت منظرې د څه دپاسه يو مليونو کالو د اوبو د رول په اثر رامنځته شوې دي ، د دوهمې طبيقې اوږدوالی ٨١٤ متره ، پلنوالی يې ٤٣ متره او لوړوالی يې ٢٧ متره دی ، د چيسينګ غار په دريمه طبقه کې يو سيند شته ، هر سياح چې ګوي لين ښار ته راځي حتمأ د نوموړي پارک سيل کوي٠

د ګوي لين په ښار کې د زياتو ښکلو طبيعي منظرو څخه پرته د ګوي لين مي فن په نامه خوراک هم ډير خوندور او مزه دار دي او په چين کې يې ډير شهرت موندلی دی مي فن خوراک په چين کې تر اوسه پوري تقريبأ درې سوه کاله تاريخ لري ، د ګوي لين په ښار کې په ډيرو زياتو رستورانونو کې چې لوي وي او يا کوچني د مي فن په نامه خوراک خوړل کيږي ٠ مي فن د أش په شان اوږد او نازک تارونه دي او په جوشو اوبو کې پخيږي چې پاخه شول په خوندوره ښوروا کې اچول کيږي ، په ښوروا کې کيدای شي چې د چرګ ، غوايي غوښې او نور خوندورې مصالې واچول شي ،د مي فن خوراک د وريجو د اوړو څخه جوړيږي ٠ نه يوازي د ګوي لين اوسيدونکي د مي فن په نامه خوراک خوښوي بلکي د چين په زياتو سيمو کې خلک ورسره ډيره علاقه لري ٠ نجلۍ کونګ سيالينګ وويل مي فن نه يوازي مزه دار خوراک دی بلکې پخول يې هم خورا اسان دی ، هغې وويل مشتريان په زياتو رستورانونو کې د مي فن په نامه خوراک خوړلی شي او په لږ وخت کې حتي يوازي په څو دقيقو کې په ډيرې اسانۍ سره پخيږي ٠

محترمو دوستانو همدا اوس مو د چين د ګوي لين او لي جيانګ سينګ ښکلې طبيعي منظرې تاسو ته معرفي وکړې ٠