<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-03 18:24:18    
د ماشومانو د بين المللی ورځې د نمانځنې دپاره په بېجينګ کی رنګا رنګ فعاليتونه جوړ شول.

cri

ګرانو دوستانو، السلام عليکم! د جون لومړی نيټه د ماشومانو بين المللی ورځ ده. د دې ورځې د نمانځنې دپاره په بېجينګ کی څو مطبعو، هنری هيئتونو او د ماشومانو د فعاليتونو څو سازمانونو ماشومانو ته يو لړ په زړه پوری فعاليتونه جوړ کړل. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسی د ماشومانو د بين المللی ورځې د نمانځنې دپاره د يو لړ فعاليتونو په هکله څه معلومات واورئ.
د چين د عنعنوی کلتور سره سم ماشومان د هېواد راتلونکی دي. د ماشومانو بين المللی ورځ نه يوازی د ماشومانو يو جشن دی، بلکه د دوی د کورنۍ او ټولنې يو جشن هم بلل کېږی. اوس چين څه نا څه دری سوه اوه شپېته مليونه ماشومان لری، نو د دې بين المللی ورځې د نمانځنې دپاره ماشومانو ته ډېر زيات ډول ډول کتابونه، نندارې او نور فعاليتونه وړاندی شويدي.
ښاغلی ښی فی د چين د ماشومانو د مطبعې رئيس دی. هغه زمونږ له خبريال سره د مرکې په بهير کی وويل چی په چين کی هر کال د ماشومانو دپاره ډېر زيات کتابونه چاپېږی، د ماشومانو دپاره د روحی غذا د برابرولو په هکله مسؤليت زمونږ په غاړه دی. هغه زياته کړه
(لومړی اواز)
کتابونه د ماشومانو د روزنې دپاره ډېر زيات اهميت لری. هر کال په چين کی څه
دپاسه لس زره ډوله کتابونه چاپېږی. د سږ کال د ماشومانو د سږنی بين المللی ورځې د نمانځنې دپاره مونږ د ماشومانو دپاره د ادبی کتابونو او د پوهې د تعميم کېدو دپاره د کتابونو په شمول زيات شمېر غوره کتابونه برابر کړيدي.
د ماشومانو د بين المللی ورځې د نمانځنې دپاره په بېجينګ کی د جون شان د پارک د موسيقی تالار د چين د نانځکو له هيئت سره په همکارۍ د نانځکو لوی موسيقی ډرامې نندارې ته وړاندی کړيدي چی د نانځکو په ډرامه کی د سمفونی موزيک څخه استفاده شويده.
( دوهم اواز)
همدا اوس تاسو د پيتر او لېواه په نامه د موسيقی په يوه قصه کی يو لنډ موزيک واورېدل. دغه قصه د پخوانی شوروی اتحاد د پروکوفيف په نامه د يوه هنرمند له خوا جوړه شوی وه. په دغه قصه کی د هر رول په نماينده ګی ډول ډول سازونه غږول کېږی، نو ماشومان د ډرامې د کتنې په عين وخت کی په زړه پوری موزيک هم اوری.
زمونږ خبريال ته د جون شان پارک د موسيقی د تالار د رئيس مرستيال مېرمن جو جينګ وويل
( دريم اواز)
نه دا چی کلاسيکه موسيقی جدی ده، په حقيقت کی کلاسيکه موسيقی ډېره خوندوره او په زړه پوری هم ده. مونږ د قصې او د نانځکو د ډرامې په شمول په يو شمېر په زړه پوری لارو سره د ماشومانو دپاره کلاسيکه موسيقی وړاندی کړه.
مېرمن جو جينګ زياته کړه چی که څه هم د نندارې د کتنې په بهير کی
ماشومانو يوازی له نانځکو سره علاقه درلوده، خو د دې نندارې په وړاندی کولو سره مونږ د ماشومانو دپاره د کلاسيکه موسيقی د اورېدو دپاره يو فرصت برابر کړيدی.
علاوه پر دې د مدنيت، خوشحالۍ، سالمتيا، روغتيا او د ودې په عنوان د نمانځې دپاره يو لړ فعاليتونه وار په وار پر ځای شويدي، لکه چی په پارکونو کی د خوشحاليو فعاليتونه، د ماشومانو دپاره د کتابونو د لوستلو فعاليتونه، د ماشومانو د شعرونو د لوستلو فعاليتونه او نور ډول ډول هنری نندارې.
د می له نه ويشتمې نيټې څخه د جون تر پنځمې نيټې پوری د بېجينګ د زيار کښو خلکو په کلتوری مانۍ کی د نمانځنې د يوه مهم فعاليت له لارې د مدنی عادتونو د جوړېدو دپاره ماشومان وروزل شی او ځانګړو ماشومانو ته توجه وکړای شی. د دې فعاليت يو مسؤل ښاغلی ګاو بينګ وويل
(څلورم اواز)
مونږ بايد نه يوازی روغو ماشومانو ته په درنه سترګه وګورو، بلکه ځانګړو ماشومانو ته توجه هم وکړو، نو د دې فعاليت په ترڅ کی مونږ غريبو او معيوبو ماشومانو ته بلنه هم ورکړيده.
ګرانو اورېدونکو، همدا اوس تاسو د هنر او کلتور نننی پروګرام واورېدل چی عنوان يی و د ماشومانو د بين المللی ورځې د نمانځنې دپاره په بېجينګ کی رنګا رنګ فعاليتونه جوړ شول. هيله ده چی زمونږ پروګرام مو خوښ شوی وی. ستاسو د روغتيا په هيله !