رمز—ګرانو اوريدونکو ، دا د چين بين المللې راډيو ده . اوس خو د اوريدونکو پوښتنو ته د ځواب برخه راسيدلی ده . لومړی بايد ټولو ماشومانو او ځوانانو ته مبارکی ووايو. ټولو ته معلومه ده چه تيره چهار شنبه د ماشومانو نړيوالی ورځ ده چه دا ورځ د نړۍ په بيلا بيلو ځايونو کی د ټولو ماشومانو جشن ګڼل کيږی . هر ماشوم په دې ورځ ډير خوښ وی .مګر په جګړو کی د ډيرو ماشومانو مړينه د دې جشن د رامنځته کيدو سبب ګرځيدلی دی . ځينی اوريدونکی غواړی چه په دې برخه کی څه معلومات تر لاسه کړی ، نو په دې مناسبت به تاسو د پروګرام په دې برخه کی د ماشومانو د نړيوالی ورځ د ټاکنی په باب څه معلومات وړاندی کړی .
جونګ – د دوهمې نړيوالی جګړې په وخت کی د ١٩٤٢ کال په جون کی ، د المان فاشيستانو د چک د لی دی څه په نامه يوه کلی کی څه دپاسه ١٤٠ تنه ځوانان چه عمر يی له ١٦کالونه زيات ؤ او ټولو نوی زيږيدلی شيرخواران ووژل ، په عين وخت کی يی ټولی ښځی او ماشومان په مرکزی کمپ کی بندی کړل . د دې کلی ټول کورونه او وادنۍ يی هم وسوځولې . دفاشيزم تر تورو پنجو لاندی په ټوله نړۍ کی بی شمير ماشومان مړه شوی ؤ او پر امپريالستې جګړو کی ماشومانو ته سخت تاوانونه رسول شوی و . د مړه شويو ماشومانو د يادونې او د ماشومانو د حق د ساتلو په هکله د ١٩٤٩ کال د نوامبر په مياشت کی په مسکوکی د نړی ښځو ديموکراتيکو ټولنې غونډه جوړه کړه او په دې غونډه کی يی پريکړه وکړه چه هر کال د جون لومړی نيټه د نړۍ د ماشومانو د ورځی په حيث وټاکله شۍ ، نو له دې نه وروسته هر کال د جون لومړی نيټه د ماشومانو د نړيوالی ورځی په توګه وټاکله
شوه.
د نوی چين د جوړيدو نه وروسته ، د چين حکومت د ١٩٤٩ کال د دسمبر په ٢٣ مه نيټه پريکړه وکړه چه د هر کال د جون لومړی نيټه هم د نوی چين د ماشومانو ورځی په توګه وټاکل شی ، په عين وخت کی د ماشومانو پخوانې ورځ چه د هر کال د اپريل څلورمه نيټه وه لغوه شی .
په اوسنې نړۍ کی د بيلا بيلو هيوادونو حکومتونه ماشومانو ته په درنه سترګه ګوری او هم د ماشومانو منافع او حقه حقوق ساتی . په ١٩٩٠ کال د ماشومانو د حقه حقوقو په باب تړون په م م کی تصويب شو او چين هم د تړون يو امضاکوونکی هيواد دی. په همدې کال کی د چين حکومت د چين د ملی ولسی جمهوريت د ماشومانو او ځوانانو د حفاظت قانون خپور کړ او دی قانون د ماشومانو او ځوانانو د حقه حقوقو په ساتنې کی مهم رول لوبولی دی .
د ماشومانو د حقه حقوقو د ساتلو دپاره د چين د بيلا بيلو درجو په مربوطو څانګو کی هم اړوند سازمانونه جوړ شويدی . د چين په ملې ولسی کانګرس او د چين په ولسی سياسی مشورتی کنفراس کی په جلا جلا توګه د سځو او ماشومانو د حقه حقوقود ساتلو په هکله تقنينې ارګان او د نظارت اداره جوړه شويده .
د روان کال د جون په لومړی نيټه ، د چين د دولتې شورا په اړه د ښځواو ماشومانو دچارو کميټې ، د چين د ښځو ټولنې او د چين د کمونيستې ځوانانو اتحاد يی د مرکزی کميټې په شمول د يو شمير سازمانونو له خوا د خوښۍ او خوشحالۍ نه ډک يو شاندار ټليويزونی هنری نمايش جوړ شو . په دې نمايش کی د مفکوری او اخلاقو له لحاظه د چين د ماشومانو او ځوانانو ښکلی بڼه او سپيڅلی روحيه
وښودله شوه او له دې نندارې څخه څرکنده شوی ده چه ښوونځی ، کورنۍ او ټولنه د ماشومانو او ځوانانو ودی په درنه سترګه ګوری او د ماشومانو روزنه د دوی په وړاندی يوه ډيره مهمه او ستره دنده ده .
ګرانو دوستانو وروسته به د ماشومانو يوه سنداره واوری .
محترمو دوستانو ! پوښتنو ته ځواب برخه په همدی ځای پای ته ورسيده . ستاسو د کاميابی او خوشحالی په هيله .