<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-05 17:30:20    
د خوشحال خان

cri

د اشعارو اجتماعی او اخلاقی خوا (٥ )

د خوشحال خان په اجتماعی نظرياتو کی دا نکته هم ډير جلب نظر کوی چه دی د انسان فطری او طبيعی استعداد ته په ډير اهميت قايل دی او بی له ذاتی استعداده تعليم او تربيت اغيزې ته دومره نه دی قايل لکه چه په دی لاندی اشعارو کی وايی :

چه بنياد د يی پيدا شوی په نفاق

د هغه نه طمعه مګړه اتفاق

چه اودلسی وی په ذات توره شړۍ

سپينول يی وهر چا و ته دی شاق

دعسل سره يی خوره خوږه به نشی

مړغونی چه ترخه ده په مذاق

که اخلاق ناصری په ياد ووايی

په اخلاق کی به ښه نشی بداخلاق

صالحان له ظالمانو به پيدا شی

له زاهده نه پيدا شی غل سارق

د بدخوی دخوی علاج ملک لموت دی

نه په دی علاج خبر حکيم حاذق

که کارګه غوندې يی فهم وی خوشحاله

هيڅ استاد به شين طوطا نکړی ناطق

تعليم د زاغ و زغن که ډير وکړی

ښکار به پری کله د باز په څير وکړی

د ترخی او سپينې توره که کړی سازه

غزا به کله په هغه شمشير وکړی

دا دود هش لری دين و دانش لری

نه يی رښتياوی نه يی تميزه

سردار د عفوې دکرم څښتن ښه دی

دجنګ ترکاره په اشتی مين ښه دی

ډير هنرونه دسرد داری دی

چه واړه تير شی تيغ مبرهم ښه دی

سرداری لره بويه دا دری توکه

يو همت دويمه توره بل اخلاق

سره له دی چه خوشحال خان د سردارۍ دپاره لوړ اخلاق عالی صفتونه او ډير هنرونه لازم او ضروری بولی بيا هم وايی :

دمار که نه وی په تن زهر

سردار که نلری خنجرو قهر

دا دواړه توکه زما په پوهه

نه ياد په کلی وی نه ياد په ښهر

خوشحال خان که د يوې خوا د سردارۍ په کم و کيف ښه پوه شوی او ټول هنرونه يی ورمعلوم دی له بلې خوا دملګرتيا او رفاقت په مفهوم او معنی هم يير پوهيدلی دی . که څوک د سردارۍ په فکر کی نه وی او ځانته د لارې مل او ملګری لټوی نو خان د ملګرتيا اصل و اساس مساوات او ورورولی ګڼی او په دې عقيده دی چه بادار اونوکر هيڅکله ملګری کيدی نشی ځکه وايی :

چه ترتانه وړاندی وروستو خی مله نه دی

چی په لاره درسره سم ځی مله هغه