<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-05 18:20:29    
په نړۍ کی بيلا بيل خاص هېوادونه

cri

ګرانو دوستانو، په نړۍ کی ډېر عجيب شيان شته ، ځينو هېوادونو د خپلو توليداتو په اتکا په نړۍ کی شهرت موندلی دی او ځينی هېوادونه د شيانو د نشتوالی له امله په نړۍ کی هم نامتو شوی دی او په نننی پروګرام کی به تاسو ته د داسی هېوادونو په باب په زره پوری معلومات وړاندی کړم٠

لومړی، د کرنی نه لرونکی هېواد:

موناکو چه د مديترانی د بحيری په غاړه کی واقع دی او درې خوا ته يی د فرانسی خاوره ده، د کرنی نه لرونکی يو هېواد دی٠ د موناکو د خاوری مساحت کوچنی دی ، او ټول هېواد د لوړو ودانيو او عصری تاسيساتو څخه ډک دی خو يوازی د کرنې ځمکه پکی نه شته ٠ د دې هېواد مالی عايدات د پوستی او توريستی چارو ، قماربازی او ګمرکی مالياتو څخه تر لاسه کيږی٠

دوهم ، د خاوری نه لرونکی هېواد:

د ناورو جمهوريت چه په ارام بحر کی يو ټاپو دی، د خاورو نه لرونکی هېواد نوميږی٠ هغه يو داسي هېواد دی چه د مرجانی صخرو څخه جوړ شوي او مساحت يی يوازی دوه ويشت مربع کيلو متره او نفوس يی څه د پاسه لس زره تنه دی٠ د زرګونو کلونو راهيسی ، د دغا ټاپو خاوره د بی شمېرو بحری مرغانو د فضوله موادو لخوا پوره پټه شوی ده او د اوږدې مودې د کيمياوی بدلون له امله د څه پاسه لسو مترو په پنډوالي د غوره فسفاتو طبقه رامنځته شوي ده نو ويل کيږی چه د زراعتی کښتونو د کرلو او ودې لپاره کومه خاوره نه شته٠ د فسفاتو صادرات د دې هېواد په عمده اقتصاد کی د ملادتير رول لوبوی او غلی دانی ، مېوې او د ژوندانه سامان الات ټول له نورو هېوادونو څخه وارديږی٠

دريم ، د اوبو نه لرونکی هېواد:

کويت چه په منځنی ختيځ کی واقع دی، د هېواد د خاورو اکثريت برخه يی صحرا او پکی کوم سيند يا جهيل نه شته او خلکو ته خوږی اوبه نه شی برابرولی٠ مګر کويت په نړۍ کی د نفتو مشهور توليدونکی او صادرونکی هېواد دی او د کويت خلکو د نفتو د صادراتو په اتکا داسی لوی فابريکی جوړی کړی دی چه د بحری اوبو څخه خوږی اوبه توليديږی چه په دې توګه د خلکو لپاره د څښلو د اوبو برخه ايزې اړتياوې پوره شوی دی ، نو په کويت کی د يو ليتر خوږو اوبو بيه د يو ليتر نفتو په نسبت څو چنده لوړه ده٠

څلورم ، د واحدی ژبی نه لرونکی هېواد :

پاپوانيوګينی په اقيانوسيه کی يو داسی هېواد دی چه ډېر قومونه لری٠ نفوس يی څلور مليونه شپږ لکه تنه دی او په سلو کی اته نوی برخه بوميان دی٠ خو د دې هېواد خلک واحده ژبه نه لری٠ د څېړنې له مخی، په پاپوا نيو ګينی کی لږ تر لږه څه دپاسه اوه سوه قومی ژبی او لهجې شته او د نفوس له نظره پاپوا نيوګينی په نړۍ کی تر ټولو زياتی ژبی لرونکی هېواد دی٠

پنځم ، د شرابو د دکان نه لرونکی هېواد:

سويدن او سعودی عربستان داسی هېوادونه دی چه پکی د شرابو بنديز لګول شوی دی ٠ په سويدن کی عامه رستوران يوازی د ماښامنی ډوډۍ په وخت کی لږه اندازه شراب برابروی او شراب اخيستونکی بايد د خاص کوپون سره سم په ټاکلی ځای کی شراب واخلی٠

دسعودی عربستان مقامات الکل د زهرجنو موادو په حيث بولی او يوه ټاکنه دا ده چه په عامو ځايونو کی شراب څښل مجاز نه دی٠

شپږم ، د سرطان نه لرونکی هېواد:

ټولو ته معلومه ده چه په اوسنی نړۍ کی سرطان يوه داسی خطرناکه ناروغی ده چه د خلکو ژوند ته سخت ګواښ رسوی او وقايه او علاج يی ډېر مشکل دی او دغه ناروغی حتی په ټولې نړۍ کی ليدل کيږی ٠ مګر د فيجی جمهوريت چه په جنوبی ارام بحر کی واقع او له دری سوو ټاپوګانو څخه جوړ شوی دی، په نړۍ کی سرطان نه لرونکی يوازنی هېواد دی ٠ محلی اوسيدونکی يو خاص عادت لری چه هر تن يی له زردالو سره ډېره مينه لری ، دوی زردالو داسی خوری لکه مونږ چه ډوډۍ خورو ٠ د بيلا بيلو هېوادونو د پوهانو د څېړنی څخه څرګنديږی چه په زردالو کی يو ډول مواد شته چه د سرطان سره قوی مقاومت کوی ٠ امکان شته چه دا د فيجی په جمهوريت کی د سرطان د نشته والی علت وی٠

عکس:موناکو