د سينهوااژانس د خبر له مخې د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند ظاهر عظمي د جون په پنځمه نيټه دا خبر تصديق کړ چې د افغانستان حکومتي پوځ د جون په څلورمه نيټه د فراه په ولايت کې په پوځي عملياتو کې د طالبانو دوه تنه قوماندانان نيولي او په افغانستان کې امريکايي پوځ ته يې تسليم کړي دي ٠ عظمي وويل نوموړي دوه تنه قوماندانان د امريکايي پوځ لخوا د طالبانو د پاتو کسانو د نيولو په ليست کې شامل دي ٠دوي هميشه د افغانستان په لويديځه برخه کې د ورانکاري په فعاليتونو ﻻس پوري کاوه ٠
|