<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-06 18:11:40    
دچين د ګوانګ سی د ځوانګ قوم خودمختاری سيمه د خپل سيمه ايز تفوق څخه په استفادی سره اقتصادی وده پرمخبيايی .

cri

په وروستيو کلونو کښی ګوانګ سی د ځانی تفوق څخه په استقادی سره په پر له پسی ډول د خارجی تجارت پيمانه پراخه کړی ، دننه په سيمه کښی يی د پانګه اچونی چاپيريال ښه کړی او په زوروره توګه يی اقتصادی وده پرمخبيولی ده .

د کوانګ سی د ځوانګ قوم د خودمختاری سيمی ختيځه خوا د جنوب ختيځ چين د ساحلی سيمی سره نښلوی او جنوب لويديځه برخه يی له ويتنام سره يو زر کيلو متره سرحدی کرښی لری او سيمه ايز تفوق يی خورا ډير ښه دی .دنوموړی خودمختاری سيمی مرستيال ګو شينګ کون خبريال ته وويل چه د ګوانګ سی خاص جغرافيايی موقعيت له خارجی هيوادونو سره د اقتصادی همکارۍ دزياتوالی دپاره ډير ګټور دی .هغه وويل ګوانګ سی ښکاره سيمه ايز او جغرافيايی تفوق لری او بايد د جنوب ختيځی اسيا سره د نښلولو دپاره دچين يو مهم ځای وګرځی .

دخبر له مخی اوس په ګوانګ سی کښی دوولس سرحدی بندری ښارونه او يو ويشت بندرونه موجود دی .

دتونګ سينګ ښار د ګوانګ سی له سرحدی بندری ښارونو څخه شميرل کيږی دنوموړی ښار او د ويتنام د مونګ کای ښار تر منځ د باک لوان سيند پروت د ی. خبريال په نوموړی ځای کښی دمرکی په ترڅ کښی دا وليدل چه هره ورځ سهار

وختی سل ګونه تنه ښاريان په سرحدی بندر کښی انتظار باسی چه له سرحداتو څخه ووځی .دتونګ سينګ د بندر کارکوونکی وويل چه دغه ښاريان د ويتنام په

مونګ کای کښی دکانونه لری ، دوی غواړی چه خپلو دکانونو ته ژر ورسيږی .د

تونګ سينګ ښار اوسيدونکی ښاغلی ليانګ سينګ وويل هره ورځ دسهار په اتو بجو د څارنی د مرکز دروازه پرانيځی ، عموما مونږ د سهار په شپږو بجو دلته راځو .هغه هم وويل چه د تونګ سينګ په ښار کښی زما په شان د داسی کسانو شمير څه د پاسه يو زر تنو ته رسيدلی دی کوم چه د سوداګری کولو دپاره له خپل هيواد څخه خارج ته تللی د ی.همدا راز ډير زيات ويتنامينان د سوداګری کولو دپاره دتونګ سينګ ښار ته هم راځی .د باک لوان د سيند په دواړو غاړو کښی دچين او ويتنام سوداګران په ازاد ډول تګ راتګ کوی . اوس د تونګ سينګ بندر دچين د عمده و ځمکنی بندرونو څخه شميرل کيږی ،

د تونګ سينګ ښار د ګوانګ سی د سرحدی تجارتی ښارونو د ودی يو تجسم بلل کيږی . اوس کوانګ سی په عمده ډول دجنوب ختيځی اسيا هيوادونو ته جامی کورنی برقی سامان الات ، ماشينونه او تجهيزات صادروی .او له دغو هيوادونو څخه زراعتی او فرعی توليدات او صنعتی اومه مواد واردوی . په ٢٠٠٤ کال کښی د ګوانګ سی او د جنوب ختيځی اسيا د هيوادونو د اتحاد تر منځ تجارتی اندازه له يومليارډ امريکايی ډالرو څخه اوښتی چه دغه رقم د دغی خود مختاری سيمی د عمومی تجارتی اندازی يو پر څلورمه برخه نيسی .

د مځکنی عوارضو د پيچليتوب له کبله مواصلات تل دګوانګ سی د اقتصادی ودی د مخنيوۍ له خنډونو څخه شميرل کيږی .نو ځکه د مواصلاتی حالاتو ښه والی

داقتصادی ودی د چټکتيا په برخه کښی د ګوانګ سی يوه داسی عمده موضوع ګرځيدلی ده کوم چه حل ته عاجل اړتيا لری ..

د ګوانګ سی د ځوانګ قوم د خودمختاری سيمی درئيس مرستيال ګو شينګ

کون وويل اوس مونږ خپله دروازه خارج ته نوره هم خلاصوو ، په تيره بيا د مواصلاتی تاسيساتو په ابادۍ کښی زيات قوتونه اچوو اوزمونږ دا کار يو داسی بی زحمته ، امنيتی اود لوړ موثريت لرونکی لاره تشکيلوی کوم چه چين له جنوب ختيځی اسيا سره نښلوی .

په وروستيو کلونو کښی سيمه ايز تفوق ګوانګ سی ته دخارجی تجارت د ودی د فرصتونو او زياتو پانګو د رسولو نه پرته په توريستی ، خدمتی چارو او نورو برخو کښی وده پرمخبيولی ده . اوس ګوانګ سی د خارجی سيلانيانو په تيره بيا د جنوب ختيځی اسيا د هيوادونود سيلانيانو مهم توريستی مطلوب ځای ګرځيدلی دی .همدا راز ګوانګ سی د جنوب ختيځی اسياهيوادونو ته دچينی سيلانيانو د ورتګ له عمده و لارو څخه شميرل کيږی او هر کال څه د پاسه پنځه لکه داخلی سيلانيان دننه په کوانګ سی کښی له بندرونوڅخه وځی .