<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-06 18:16:57    
ملاريا ښه وپيژنو

cri

هيواد ( صديقی ):ملاريا د تبی عفونی ناروغی ده چی د ملاريا پر پرازيت باندی د انافيل غوماشی په ککړي مادې د ناروغ انسان څخه روغ انسان ته ليږدول کيږی .ملاريا يوه لاس خواره (طفيلی ) ناروغی ده چی په کال کی په نړۍ کی له (٠٠٠\٠٠٠\٥٠٠) پنځو سوو ميليونو څخه خلک پری اخته اوله (٠٠٠\٠٠٠\٢) دوو ميليونو ډير خلک وژنی .

الف – جفرافيا يی خوريدل : په تيرو وختونو کی ملاريا يوه نړيواله ناروغی وه :خوپه اوسنی وختونو کی په اروپايی هيوادونو کی يی کچه ډيره راټيته شوی او په افريفا اوسهيل ختيځی أسيا کی اوس هم دا ناروغی خپره ده ،د اناروغی زموږ د هيواد په مختلفو ښارونو کی د دوبی په راتګ سره خپريږی .

ب – د ناروغۍ عامل :

د ملاريايو حجروی پرازيت چی د پلازمو ديم په نامه ياديږی هغه د وينی په سرو کروياتو کی ژوند کوی او خپريږی .د دی څلور ډولونه په انسان کی ناروغۍ پيدا کوی چی دا دی :ويوااکس،فالسيپارم ،مالاريه او اوال )

ج—ملاريا څرنګه خپريږی ؟ملاريا په څلورو طريقو خپريږی :١- د ملاريا پرازيت باندی د ککړغوما شی د چيچليوپه وجه .٢-د وينی ليږدول ،د ځينو خلکو په بدن کی د ملاريا عامل تر ديرشو (٣٠) کلوپوری باقی باتی کيږی چی له همدغه رازظامرأ روغ و انسانانو څخه نورو ته د وينی د اخيستو له لاری ليږدول کيږی .

٣—د طبی سامان ألاتو له لاری :د ملاريا د ناروغۍ يوبل لامل هم د طبی سامان ألاتو لکه د ککړو ستنو له لاری روغ سړی ته ستنه لږول .دا هم د ناروغۍ د ليږد سبب ګرځی .٤-مورزادی ليږديدنه .

امکان لری چی د ملاريا په ناروغۍ له اخته مور څخه په نس کی ماشوم ته د نامه د بندله لاری ناروغی سرايت وکړی .معمولا دا ناروغی په نوی پيدا شو يو ماشومانو کی له دری مياشتو وروسته راپکاريږی .

د –د ملاريا د ناروغۍ نښی .د ملاريا د ناروغۍ څرګندی نښی ،تبه او لړزه ،خولی کيدول وروسته له هر ٤٨ يا ٧٢ ساعتونو وروسته د تبی راګرځيدل سردردی،او بيحالی معمولا رابرسيره کيږی دغه نښی په وړو ماشومانو او حامله ميندو کی ډيری شديدی وی .

هه—تشخيص :د دې ناروغۍ غوڅ تشخيص په لابراتوارونو کی د وينی پرمعاينه سره امکان لري.

و—علاج – د ډيرو ناروغانو علاج او د رملنه په ډيره سادګۍ سره کيدای شی .درملنه بايد د ډاکتر تر څارنی او تداوی لاندی وشی .د درملنی دوره بايد بشپړه وی ،هغه ناروغان چی د هغوی صحي حالت ډيروران وی او ياهم بيهوشه کيږی .د بشپړی درملنی لپاره دی لويو روغتونو ته وليږدول شی .

ز-کنترول :

١- په تبی داخته او مشکول کسانو د وينی معاينات او د هغوی درملنه چی په وينه کی يی د ملاريا پرازيت ليدل شوی وی .

٢-د ناروغۍ د مخ نيونی لپاره د لويو غوماشو پر استراحت ځايونو د دواشيندل.

٣- په ډنډو ،خوړونو او ولاړو اوبو کی دوا يا ډيزل يا د خاورتيل او روغنياتو شيندل .

٤-د روغو کسانو د سالمی ساتنی دپاره په کورونو کی د شپه خانو کارول په کړکيو کی د سيمی جاليو نصبول .

٥-اود ښه صحی او سالم چاپيريال د رامينځته کولو دپاره د ولاړو او بوجاری کول او د ډندنو وچول .

اوس په افريقا،جنوب ختيځه اسيااو لويديځی ارام بحر کی په ملاريا اخته شوی حالت سخت دی او په ملاريا د اخته شويو کسانو شمير ٢ ملياردو ٢ سوو مليونو تنو ته رسيدلی دی .د څيړنو يو ګروپ په خپل راپور کی دی ته اشاره وکړه چی کوچنيان دملاريا له زياتو تهديدونو سره مخامخ دی .که څه هم زياتره يی په افريقاکی ژوند کوی .مګر ساينتست شک لری چی په جنونب ختيځه اسيااو لويديځی ارام بحر کی کوچنيان د ملاريا هم له تهديدونو سره مخامخ دی .په ځينو هيوادونو کی ملاريا لومړی قاتل ګڼل کيږی چی کسانو ته د ايدز له ناروغی څخه زيات تهديد تهديد رسولی دی .که څه هم په ځينو سيمو کی ملاريا له منځه ولاړه شوه مګر له دی امله چی امکان نه شته چی مياشی چی د ملاريا ميکروب ورسره دی له منځه ولاړ شی ،نو ملاريا لاهم د نړۍ امنيت ته تهديد رسولی دی او ملاريا په ځينو پرمختيايی هيوادونو کی د روغتياتر ټولونه لوی قاتل دی .نو په دی وجه خلک بايد د ملاريا توجه واړوی .