د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د جون په شپږمه نيټه په اسلام اباد کې د هند د نفتي چارو د وزير ماني شانکار عيار سره د کتنې په بهير کې هيله وکړه چې پاکستان او هند د نفت د رسولو د پايپ لين د غزولو په پروګرام کې خپل منځي همکاري پياوړي کړي ٠ هغه وويل د ترکمنستان څخه د پاکستان له ﻻرې هند ته د نفت د رسولو د پايپ لين د غزولو پروګرام د پاکستان د حکومت په نظر کې لومړي انکشافي پروګرام دی د نوموړي پايپ لين د جوړيدو نه وروسته نه به نه يوازي د د نفتو او ګاز په برخه کې د پاکستان اړتيا پوره شي بلکې د پاکستان او هند ترمنځ متقابلې اړيکې به نورهم ټينګې شي
|