<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-07 18:01:58    
لی جه هوا په دوو پښو خپل ژوند ښکلی او ځلانده کړی دی .

cri

د ٢٠٠٥ کال د اپريل په لومړنيو ورځو کی د چين د پوهنی وزارت ، د چين د معيوبينو اتحاديی ، د ځوانانو ملی سازمان او د ښځو ملی اتحاديی په ګډه د هيواد ټولو ځوانانو او کوچنيانو ته بلنه ورکړی چه بايد د کلک عزم لرونکی معيوبه نجلی لی جه هوا د خپلی زده کړی د نصب العين او سرمشق په توګه وګڼی .

د ١٩٨٤ کال د فبروری په ١٤ نيټه لی جه هوا د چين په شمال کی د داخلی مغولستان د خودمختاری سيمی د (( ځانوت )) ولسوالی د (( جاو جيا پو )) په نامه کلی کی زيږيدلی ده . ددی پلار چه لی ګو لين نوميږی ، يو ساده او صادق بزګر دی او مور يی په روحی ناروغۍ اخته شوی ده . د ١٩٨٤ کال د می په ٢٣ نيټه د لی ګو لين ماينه چه روح يی ناارامه او ګډوډ و ، ورکه شوه او د هغی د پيدا کولو لپاره لی ګو لين بهر ته لاړ . په دی وخت کی دری مياشتنی ماشومه نجلی لی جه هوا چه يوازی پر کټ باندی پرته وه ، له خوبه راويښه شوه او د خاورو تيل يی چپه کړل . د سترګی په رپ سره برسټن يی اور واخيست او کوټه يی د لوخړو نه ډکه شوه ... او نجلی لی جه هوا په همدی لمبو کی وسوزيده .

که څه هم د ډاکتر د عاجلی تداوۍ نه وروسته ماشومه نجلی لی جه هوا د مرګ له خطر څخه بچ شوه ، خو دوه لاسونه يی سخت معيوب شول .

لی جه هوا يو مشر ورور او مشره خور لری ، کله چه خور او ورور د بکس په شا کولو سره مکتب ته تلل ، کشره خور لی جه هوا د هميش لپاره په پټه

ددوی پسی هم مکتب ته تلله او په شوق سره به يی ليدل چه نور هلکان او نجونی په ښوونځی کی درس لولی او په خوشحالی سره لوبی کوی . نو په دی وجه هغی په ازمايښتی توګه په خپلو دوو پښو او ګوتو پنسل ونيوه او د ليک ليکلو په تمرين يی پيل وکړ . په لومړنيو وختونو کی يی د يوې دايرې د کښلو لپاره يوه تمامه ورځ ونيوله او پښی يی هم وپړسيدی .

نجلۍ لی جه هوا له دی امله چه د کلی ښوونځی د هغی د منلو څخه ډډه وکړه ، نو هره ورځ په پټه پټه د ښوونځی د درسی کوټې د کړکۍ په بهر کی به ولاړه وه او په جديت سره به يی درسونه اوريدل . يو وار يوی ښځينه ښوونکی تاو فونګ هوا له خپلو زده کوونکو څخه يوه پوښتنه وکړه ،خو په درسی کوټه کی ټول هلکان او نجونی غلی شول او سم ځواب يی ورنه کړ ، په دی وخت کی د کړکۍ له بهره د لی جه هوا صاف غږ راپورته شو . له هغه نه وروسته بالاخره د ښوونکی تاو فونګ هوا په مرسته معيوبه نجلی په ښوونځی کی شامله شوه .

نجلی لی يوه زيارکښه شاګرده وه او په ښوونځی کی به يی تل ښې نمرې ترلاسه کولی .

د١٩٩٨کال د دوبی په موسم کی نجلی لی جه هوا د امتحان له لاری د محلی ولسوالی د ((نو بۍ )) د لومړی مهمی ليسی لخوا ومنله شوه ، مشره خور يی د (( باو تو )) ښار د يوه مسلکی ښوونځی لخوا هم ومنله شوه . مګر له بدمرغه په هماغه وخت کی ددوی د مور ناروغی هم سخته شوی وه . لی جه هوا د مور د پرستاری او مرستی لپاره له خپلی زده کړې نه لاس واخيست تر څو مشره خور يی خپلو زده کړو ته دوام ورکړی . وروسته د (( نوبۍ )) د لومړی مهمی ليسی

مشر پريکړه وکړه چه هره اونۍ د استادانو په ليږلو سره په کور کی لی جه هوا

ته درس ورکړی . په دی توګه لی جه هوا د مور د پرستاری په عين حال کی خپلو زده کړو ته دوام ورکړ .

له دی امله چه لي جه هوا په خپلی ټينګی ارادی او سپيڅلو جذبوسره د معيوبينو د عزم او همت د لوړی روحيی ژوندی مثال وړاندی کړی ، په ٢٠٠٠ کال کی د (( تونګ لياو )) د سيمی حکومت هغه د ممتازی او غښتلی شخصيتی په حيث بللی او خلکو ته يی بلنه ورکړی چه ورځنی زده کړه وکړی دغه شان دهمدی کال د سپټمبر په مياشت کی هغه د يوه زده کوونکی په توګه د داخلی مغولستان د خودمختاری سيمی د (( باو تو )) ښار د سپکو صنايعو د مسلکی ښوونځی لخوا ومنله شوه .

د ٢٠٠٣ کال د جون په ٧ نيټه نجلی لی جه هوا په پوهنتون کی د داخليدو لپاره په امتحان کی برخه واخيستله او د اګيسټ په ١٥ نيټه د (( سی أن )) په ښار کی د سی ان د اروپا او اسيا د پوهنځی د يوی محصلې په توګه د منلو يو ليک هغی ته وسپاره او بالاخره معيوبی نجلۍ لی په خپلو دوو پښو پوهنتون ته د داخليدو دروازه خلاصه کړی ده . په همدی کال کی هغی د شيان سی ولايت د محصلينو په ګډون د خطاطی په سيالی کی لومړنی نمبر هم ترلاسه کړ . په ٢٠٠٤ کال کی هغه د چين د منطق او ژبو د غيابی تحصيل د پوهنتون لخوا د زده کړی له لسو غوره ستورو څخه انتخابه شوی او په مرکز بيجينګ کی د خلکو په لوی تالار کی يی ددوی د تقدير په ستره غونډه کی برخه درلوده .

ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدااوس د يوی معيوبی چينی نجلۍ په باب کيسه واوريدله چه عنوان يی و _ هغی په دوو پښو خپل ژوند ښکلی او ځلانده کړی دی .