<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-07 19:05:38    
د لوسونګ په نامه ښوروا

cri

د انسان د ډوډۍ په درو وختونو کې ښوروا د خوراکونو يوه مهمه برخه نيسي ٠ ښوروا نه يوازي يوه ډوله خوندوره خوړه ده بلکه د انسان د روغتيا له پاره هم ګټوره ده ٠ د چين د خلکو په اصطلاح وايي چه که د ډوډۍ د خوړلو نه د مخه يوه خوله ښوروا وڅښي ، د زوړ په وخت کې به ځانګړي بدن ته زيان نه شي رسيداي ٠ ځکه د ډوډۍ د خوړلو نه د مخه د انسان معده عمومأ خالي ده او زيات هوا پکې ځايږي ، خصوصأ په ژمي کې په خالي معده کې زياته يخه هوا شته ، نو که د ډوډۍ د خوړلو په وخت کې لومړي برابره توده ښوروا وڅښي ، يخه هوا به له معدي څخه ووځي ، معده چي توده شي ، ميعده به ښه کار کولي شي او د انسان د هازمي لياقت به قوي شي ٠ نو ويل کيږي چه د ښوروا څښل د انسان د روغتيا د ساتنې له پاره هم مهم رول لري ٠ ښوروا بيلا بيلې دي او د جوړونې طريقې هم ډيرې دي ٠ د لوسونګ په نامه ښوروا يوه ډيره خوندوره ښوروا ده او جوړونه يي په دي ډوله ده ، که د څلورو تنو د اړتيا سره سم لومړي نيم کيلو غوايي غوښه ، دوه غټ پپاز ، دري يا څلور سوربانجن ، برابر کرم په دي ډول تيار کړي چه غوايي غوښه ټوټه ټوټه کړي ، غټ پياز ، سور بانچن او کرم هم برابره ټوټه ټوټه کړۍ ، لومړي غوايي غوښه په جوش اوبو کې د دوو يا درو دقيقو له پاره لږ څه جوش کړۍ ، بيا يي له جوش اوبو څخه راوباسي او په يو بل سامان کي واچوي ، ور پسي په يو بل ديګ کې برابره غوړي پکې واچوي او ديګ د اور د پاسه کيږدي ، غوړي چه سري شي ، سوربانجن پکې واچوي او ويي لړۍ ، سوربانجن چه نرم شي ، برابره اوبه پکې واچوي او په عين وخت کې غوايي غوښته پکې واچوي او په ښوروا کې يي جوش کړۍ ، نوموړي ښوروا چه وايشول شي ، اور نرم کړي او په مدوامه توګه غوايي غوښه پکې جوش کړي ترڅو غوايي غوښه پخه او نرمه شي ، بيا ټوټه شوي غټ پياز او کرم ور زيات کړي او په مداومه توګه په ښوروا کې يي جوش کړي ، نوموړي پياز او کرم چه نرم شي ، برابره مالګه او پخپله خوښه بله مساله ور زيات کړي ، نو دغه ښوروا تيار ه شوه ٠ د لوسونګ په نامه ښوروا نه يوازي ډيره خوندوره ده بلکه له غذا نه د انسان د روغتيا له پاره هم ډيره ګټوره ده ٠