<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-07 19:14:14    
د چين د بدمنيتون ټيم په نړۍ کی د لومړی درجه ټيم دی يا په انګليسی ژبه د دريم(dream) د ټيم په نامه ياديږي

cri

ګرانو اوريدونکو ، د نړۍ د سپورټ په ساحو کی زيات شمير ټيمونه د دريم ټيمونو په نامه ياديږي ځکه چه دوی د تل دپاره تر ټولو نه ښه موفقيتونه تر لاسه کوي مثلأ د امريکی د باسکتبال ټيم ، د چين د ډايف کولو ټيم او داسي نور ٠ د ورزش او سپورت په نامه نننی پروګرام کی به د چين د بدمنيتون ټيم په باره کي معلومات تاسو ته معرفي وکړو ٠ دغه ټيم په وار سره په نړيوالو مسابقو کی د يو سلو دوو ځلو لپاره لومړی مقام نيولی دی او لږه موده دمخه يی په جلا جلا توګه د نارينه وو ، ښځو او د دوو نفرو د مختلطو مسابقو په اړه په نړيواله سويه د تومس ، يوبير او د سوديرمان کپونو په نامه په لوبو کی ټول طلايی ميدالونه لاس ته راوړی دی ٠

د بدمنيتون لوبه د انګريزانو لخوا اختراع شوه ، خو په اسيا کی يي ښه وده او پرمختګ کړی دی ٠ د چين په شمول د أسيا زيات شمير هيوادونه د بدمنيتون په لوبو کی ډير تکړه او غښتلی دي او په تيرو لسو کلونو کی د چين د بدمنتون په لوبې کي چټک پرمختګ تر لاسه شويدی ٠ په نژديو لسو کلونو کی د چين د بدمنيتون ټيم په نړيوالو مسابقو کی د ٤٩ ځلو لپاره کامياب شو او د سوديرمان کپ په نامه مسابقو کی چه په بيجينګ کی تازه پاي ته رسيدلي دي ، د چين ټيم د نارينه و او ښځو په يو کسيزه او دوه کسيزه او د دوو نفرو په مختلطو مسابقو کی طلايی مدالونه تر لاسه کړيدی ٠ د چين ټيم د بدمنيتون د لوبې په تاريخ کی لومړی هيواد دی چه په درو نړيوالو ډله ايزو مسابقو کی قهرمان شو ٠

د چين د بدمنيتون اوسنی عمومی روزونکی لي يونګ بو د سوديرمان کپ په نامه د

مسابقو د پاي ته رسيدو نه وروسته وويل ______اواز______

د سوديرمان کپ په نامه مسابقو کي زمونږ لوبغاړو دومره ښه موفقيتونه تر لاسه کړيدي ، علت يي دا دي چه لس کاله د مخه نورو زياتو ورزشکرانو قوی بنسټ کيښودلی دی په بله ژبه ددوي د کوششونو نه غير ننني ښه موفقيتونه نشي تر لاسه کيداي ٠ د نوموړو مسابقو د جوړيدو نه د مخه عامه افکارو پيشيبيني کړې چه د چين ټيم به نورو ټولو ټيمونو ته ماتي ورکړي ، په داسي حال کي د نورو هيوادونو لوبغاړو زمونږ په ټيم باندی زيات فشار اچولی دی ٠ زما په نظر داسی بدلون دا ښيي چه د چين ټيم په نړۍ کي په لومړي غښتلي ټيم بدل شوی دی ٠

د سوديرمان کپ په نامه په مسابقو کی د اندونيزيا ټيم چه په نړۍ کي غښتلي ټيم هم دي او په تيرو مسابقو کي يي هم ډير ښه موفقيتونه تر لاسه کړي وو ، له چين سره د ګروپي مسابقو په وروستني مسابقه کی ډير تکړه لويغاړي ندي ليږلي ٠ د اندونيزيا ټيم مشر سوفيان خبريال ته وويل _____اواز_______

په هغه وخت کي مو فکر کاوه چه د چين ټيم ډير قوی دی سره له دي چه مونږ تر ټولو نه تکړه او غښتلی لوبغاړی وروليږو ، په چين باندی هم غالب نه شو ٠ نو پريکړه مو وکړه چه په نيهايی مسابقی کی خپل لومړنی درجه غښتلي لوبغاړی وروليږو څو چه د چين سره د ژوند او مرګ سيالي وکړو ٠ په رښتيا په نيهايي مسابقې کي د چين او اندونيزيا ټيمونه سره يو ځاي شول ، خو د اندونيزيا ټيم د درو په مقابل کی په صفر مغلوب شو٠ د اندونيزيا ټيم عمومی روزونکی چريستيان وويل چه د دوی د ماتی علت دا دی چه د چين ټيم ډيرغوره او قوي دی او په نړۍ کي هيڅ ټيم چين ته ماتي نشي ورکولی ٠

د چين د بدمنيتون ټيم ځکه د زياتو کلونو راهيسي نړيواله سويه ساتلې ده ، علت يي دا دی چه په چين کي ددې لوبې علاقه داران ډير دي او د روزنی بشپړ او غوره سيستم هم جوړ شوی دی ، برسيره پردي په چين کي زيات شمير د لوړې سويې لرونکی روزونکی د هيواد په بيلا بيلو ټيمونو کي کار کوي ٠ د تومس ، يوبير او سوديرمان کپونو په نامه لوبو کی د چين د بري موندلو نه وروسته د چين عمومی روزونکی لي يونګ بو لا هم هيله لری چه د چين د بدمنيتون ټم لا نور ښه برياليتوبونه تر لاسه کړي ٠ هغه وويل _____اواز______

مونږ بايد په پر له پسی توګه کوشش وکړو او په هغه نړيوال چامپيشيپ کي د ښه موفقيتونو د ګټلو دپاره ښه تياري ونيسو چه د راتلونکي اګست په مياشت کي جوړ شي ٠

د چين د بدمنيتون ټيم دده لي يونګ بو تر لارښوونی لاندی په ډول ډول نړيوالو مسابقو کی د ٤٩ ځلو لپاره کامياب شو ٠ هغه هيله لری چه د چين ټيم دده تر مشرۍ يو سل قهرمانی تر لاسه کړي ٠

ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدااوس يو مضمون واوريد چه غنوان يی و_ د چين د بدمنيتون ټيم په نړۍ کی د لومړی درجه ټيم دی يا په انګليسی ژبه د دريم(dream) د ټيم په نامه ياديږي ٠