<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-07 19:23:21    
د م م مربوطو پوهانو په دې نسبت د چين ستاينه وکړه چه پر ماشومانو باندی د زور او زياتې مسئلو ته ئی سم نظر اچولې او اچوی ئی

cri

د م م په اړه په ګرده کره کی پر ماشومانو باندی د زور او زياتې د مسئلو د تحقيقاتو او څارنی متخصص پيارو د می په ١٧ مه نيټه له دې امله د چين لوړه قدردانی وکړه چه پر ماشومانو باندی د زور او زياتې په باب د نړۍ د نورو هيوادونو سره ښه همکارۍ کړې ده او کوی ئی او په دې نسبت ئی چين وستايه چه پر ماشومانو باندی د زور او زياتې مسئلو ته سم نظر اچولې او اچوی ئی ٠

د ٢٠٠٣ کال د فبروری په مياشت کی پيارو د م م د امنيتی شورا د سرمنشی کوفی انان لخوا د متخصص په توګه مقرر شو او پر ماشومانو باندی د زور او زياتې مسئلو په باب په ټوله کره کی د تحقيقاتو او څيړنو دنده په غاړه لری ٠ په دې هکله چين د ٢٠٠٤ کال د اګست په مياشت کی د نورو هيوادونو نه مخکی د تحقيقاتو نتيجه پيارو ته وړاندی کړ ه څو چه په چين کی د نوموړی مسئلی د حل په غرض له ملګروملتو سره د مرستی له لاری موثر تدبيرونه ولټول شي ٠

پيارو څرګنده کړه چه په چين کی د م م د ماشومانود صندوق دفتر به په مداومه توګه له چين سره پر ماشومانو باندی د زور او زياتې د مسئلی د حل و فصل لپاره کوشش وکړي او و يی ويل چه د ماشومانو فورم به د سږ کال د اکتوبر په مياشت کی په بيجينګ کی جوړ شي ٠

پر ماشومانو باندی د زور او زياتې ضد په هيواد په درجه سمينار د می له ١٦ نيټی څخه تر ١٧می نيټی پوری په بيجينګ کی د چين د ښځو د اتحاديی او د م م د ماشومانو د صندوق په ګډه همکارۍ جوړ شو چه د نوموړی مسئلی د تحقيقاتو او

څيړنو په برخه کی يوه مهمه برخه ده ٠

د نوموړی مسئلی د تحقيقاتو د لاس پوری کولو په هکره د م م هدف دا د ی چه پر ماشومانو باندی د زور او زياتې د حالاتو ، علتونه او افشا شي او د دې تحقيقاتو له لاری بشپړی تجربی تر لاسه شي او په نړۍ کی د ماشومانو ژوند ښه والی ومومی او پر ماشومانو باندی د زور او زياتې مخه ونيول شي ٠