<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-08 17:51:11    
دچين ماشومان له نيکمرغه ماشومتوب څخه څخه برخوردار دی .

cri

له تعليم او مکتب نه بی برخه شوی ماشومان ، لالهانده کوچنيان ، ماشوم کارګران او داسی نوری پديدی چه دچين په تيرو کلونو کښی د اوږدی مودی دپاره موجودی وی ، يوازی څه د پاسه پنځوسو کالو نه وروسته بالکل له منځه تللی او دچين ماشومان اوس له بی ساری نيکمرغه ماشومتوب څخه برخوردار دی .د ملګروملتو ديوی تحقيقاتی نتيجی نه څرګنده شوی چه د نړۍ په چوکاټ کښی جګړه او غربت د ماشومانو حقوقو او ګټو ته ترټولو نه لوی تهديد دی . دنوی چين د تاسيس نه وروسته څه د پاسه پنځوسو کالو کښی چين هميشه سوله ايز او ارام اجتماعی چاپيريال ساتل او دچين په ښارونو او کليو کښی د سړی سر کلنی عايدات هم ډير زيات شوی دی چه دا د چين حکومت ته د ماشومانو د حقوقو او ګټو دساتلو دپاره کلک بنسټ کيښودلی دی . دماشومانو د ودی دپاره ٢٤ اهدافو کښی چه د ملګروملتو له خوا ګردی کری ته وړاندی شوی ، چين دماشومانو د مرګ ميزان د ټيټوالی او د ماشومانو د سوتغذيی د ټيټوالی په شمول ٢١ اهداف سرته رسولی ، .نو ويل کيږی چه دچين دماشومانو د ژوند اساسی حقوق او ګټی په موثره توګه تامينی شوی دی .دچين حکومت ژمنه وکړه چه تر ٢٠١٠ کاله پوری به دچين هر ماشوم ته د نه کلن اجباری تعليم بشپړ فرصت برابر کړی . په چين کښی هغه ولايتونه چه کافی منابع لری لکه ګوان دون ولايت دغه هدف سرته رسولی ، خو غريب ولايتونه له ځينو مشکلاتو سره مخامخ دی . دچين حکومت اوس دا فکر کوی چه څنګه دمنابعو په تنظيمولو سره د غريبو سيمو له ماشومانو سره مرسته وکړی چه

دوی هم له مساوی پاملرنی نه برخوردار شی .

ددی دپاره چه هر ماشوم د ښه تعليم تربيی نه برخوردار شی ، چين د ګردی ټولنی قوتونه راسمبال کړی دی . له تعليم او مکتب نه د بی برخه شويو ماشومانو سره د مرستی په غرض دهيلی په نامه تعليمی پلان دچين په ټولو مرستندوی فعاليتونو کښی تر ټولو نه کامياب ګڼل کيږی .ددی پلان د عملی کيدو د څه د پاسه لسو کالو نه راهيسی دچين د ځوانانو او ماشومانو انکشافی صندوق د چين له دننه او دباندی څخه جملتا څه د پاسه ٢ مليارډه ژن مين بی يونه نغدی بسپنی راټولی راکړی دی.ددغو پيسو په اتکا دغربت له امله له تعليم او مکتب نه بی برخه شويو ٢ مليونه ٤ لکو ٩٠ زرو تنو ماشومانو له ٩ کلن اجباری تعليم نه استفاده کړی او تقريبا ٣ مليونه تنه ماشومان اوس د هيلی په نامه مکتبونو کښی درس لولی .

اوس په چين کښی دتعليم په باب هغه عنعنوی نظريی چه وايی چه دلرګۍ وهلو په واسطه لايق بچه روزل کيږی ، په تدريجی توګه له منځه تللی او په مکتبونو کښی زده کوونکو ته د بدنی سزا ورکولو خاطره اساسا نه ليدل کيږی . مخ په زياتيدونکی چينايان يقين لری چه هغه اولادونه به چه د زور زياتی په طريقه روزل شوی ، تر نورو ماشومانو نه په اسانۍ سره د زور زياتی تمايل ولری . په عين حال کښی له خپلو اولادونو سره د مينی او پاملرنی لرلو راز راز فعاليتونه دچين په لويو ښارونو کښی يو رسم و دود ګرځيدلی دی . قانون د ماشومانو د حقوقو او ګټو دتضمين اخری دفاعی کرښه ده . قانون پوهه تون لی خوا هميشه د نابالغانو د قانون شناسۍ په څيړنه بوخته ده . هغه وويل چه چين د ځوانانو او کوچنيانو په باب نسبتا مکمل مربوط قوانين طرح کړل ، خو سيستماتيک نه دی او په پخوانی څيړنه کښی د

نابالغانو جنايت او اداری ته زياته توجه ورکړه شوه . دغه ځوانی قانون پوهی دنابالغانو د قانون شناسۍ سيستم منظم کړی او د نابالغانو د قانون شناسۍ په باب يو نوی کتاب يی چاپ کړی دی .

چين په ابتدايی توګه له نابالغانو سره د قانونی مرستی دپاره سيستم تاسيس شوی دی .دګرد هيواد دځوانانو او کوچنيانو سره دقانونی مرستی او څيړنی مرکز چه په ١٩٩٩ کال کښی قايم شوې ، له نابالغانو سره دقانونی مرستی له سازمانونو څخه تر ټولو نه لوی غير حکومتی سازمان دی . تر اوسه پوری نوموړی مرکز دګرد هيواد څه د پاسه سل تنه مشهور قانون پوهان را جلب کړی چه دوی په وړيا ډول دچين د مختلفو ځايونو کوچنيانو ته قانونی خدمت ورکوی .

دماشومانو د موضوعاتو په باب د ملګروملتو په خاصه غونډه کښی دچين نماينده جين لن يان وويل چه زمونږ اوسيدونکی ښارونه بايد يوه داسی پناګاه وی چه مونږ پکښی له قحطۍ ، ناروغيو او رازو رازو کړاونو څخه بچ کړی شو او يوه له امنيتی احساس نه ډکه لويه کورنۍ وی ، په هغه ځای کښی هر ماشوم به نيکمرغه او ښکلی هلکتوب ولری .