<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-08 17:57:05    
د چين حکومت کوشش کوي چه د زړو کسانو دژوند له پاره ښي اسانتياوې برابر کړي

cri

دچين د نفوس د تازه احصايي له مخې اوس له هر لسو چينايانو څخه د يو تن عمر له شپيته کالو نه اوښتي دي ٠ نو د چين په نفوس کې د زړو کسانو د تناسب په اوچتيدو سره د زړو کسانو دژوند تامينول د ټولنې د ډيرې پاملرنې وړ مسئله ګرزيدلې ده ٠ په دي وروستيو کلونو کې د چين د حکومت اړوندې څانګې د زړو کسانو د ژوند د اسانتياوي د برابرولو او تامينولو له پاره کوشش کوي چه په دي هکله هغه خدمتي پروګرام رامنځته شوي دي چه د دغه پروګرام له مخې حکومت د يو شمير پيسو په مصرفولو سره اړوند خدمت ګار تر خاصې روزنې لاندې راوړي چه نوموړي خدمت ګار په خاص ډول د زړو کسانو له پاره خدمت کوي او د دوي د ورځني ژوند د اړتيا د پوره کولو او د دوي د ستونزې د ليري کولو په هکله خدمتونه برابر کړي ترڅو چه زاړه کسان په ارامه توګه د پاتي عمر ژوند تير کړي ٠ نهه اويا کلن سپين ږيري تان جيان جو له خپلې ميرمن سره د چين د شمال ختيځې خوا په دا ليان ښار کې اوسيږي ، هغه خبريال ته وويل چه په خپل کور کې د ډوډۍ خوړلو ، د تلويزيوني پروګرام د کتلو ، د راډيو اوريدلو او استراحت کولو په شمول د ژوند په بيلا بيلو برخو کې د خپلې خوښی سره سم په ازاد ډول انتخابولي شي ٠ خو د زړو کسانو په مرستون کې که څه هم تلويزيون هم شته مګر د کتلو په وخت کې بايد د نورو علاقې ته متوجه شي ٠ ځکه ځانګړي نه دي ٠ د چين د عنعنوي مفکورې له مخې زاړو کسان عمومأ د خپلو اولادونو د پالنې او مرستو په اتکا ژوند کوي ٠ خو اوس هغه زاړو کسان مخ په زياتيدو دي چه نه غواړي چه په پوره توګه د اولادونو په اتکا ژوند و کړي ٠ ځکه د دوي په نظر دا به د اولادونو ژوند ته ډير مصيبتونه ورسوي او د دوي پر کارونو باندې به اغيزه واچوي ٠ اوس ښاغلي تان هره مياشت د څلورو سوو ژن مين بي يوانو په ورکولو سره د اړوند خدمتي سازمان نه يو خدمت ګار استخدام کړي څو چه د خپل کور د ځينو کورني چارو د تر سره کولو او د خپلې ناروغې ميرمن د اړتيا د پوره کولو له پاره مرستې برابري کړي ٠ د دا ليان ښار د ښاروالي د اړوندې څانګې د غوښتنې او اړوندو مقرراتو سره سم نوموړي خدمت ګار د کار نه د مخه بايد د زړو کسانو د اړتيا سره سم تر خاصې روزنې لاندې ونيول شي ٠ دغه راز حکومت هم د هغو سپين ږيرو او سپين سرو له پاره چه عمر يي له اويا کالو نه اوښتي دي ، دکورني خدمت ګار د استخدام له پاره هره مياشت دوي ته سل ژن مين بي يوانه مرستې برابروي ٠

همداشان د چين د ځتيځي او جنوبي خوا د نين بو ، ګوان جو په شمول په ډيرو ښارونو کې محلي حکومت هم هغو زړو کسانو ته چه عمر يي ډير لوړ دي او ژوند يي ډيرې ستونزې لري ، په وړيا ډول دوي ته کورني خدمت ګار استخدام کړي ٠ سپين سري ميرمن تان هوي فان سږکال نوي کلنه ده ، خاوند يي مړ شوي او اولاد هم نه لري، نو محلي حکومت د پيسو په برابرولو سره د هغې له پاره يو کورني خدمت ګار استخدام کړي څو چه د نسبتأ دروندو کورنې چارو د ترسره کولو له پاره ورسره مرسته وکړي ٠ ميرمن تان خبريال ته وويل چه زه ډيره خوشحاله يمه ، که څه هم زه نوي کلنه يمه ، خو ژوند مې ډير ارام دي او د محلي حکومت او د ډيرو خلکو زياتې پاملرنې مي حاصلې کړې دي ٠

دا چه حکومت او ټولنه کوشش کوي چه د کورني خدمت ګار د استخدامولو له لارې د زړو کسانو د ژوند ستونزې ليري کړي ، نه يوازي د زړو کسانو د ژوند اړتيا پوره کوي ، بلکه د ټولنې له پاره د استخداميدو په هکله زيات فرضتونه يي هم برابر کړي دي ٠ په دي هکله د چين د ملکي چارود وزارت د ټوانيزې هوساينې او اړوندو چارو د ادارې مرستيال يان جن څون وويل چه د چين د زړو کسانو د نفوس شمير څه د پاسه سل مليونو تنو ته رسيدلي دي ، د دوي د ژوند د تامين له پاره زياتې اندازې پيسې په کار دي هغه وويل چه اوس چين هم دومره شتمن نه دي نو په داسي حالت کې دا مشکل کار دي چه حکومت لا زياتې پيسې برابري کړي ٠ د کورني خدمت ګار د استخداميدو له لارې د زړو کسانو د ژوند د ستونزي ليري کول په اوسني حالت کې يوه ښه او مناسبه طريقه ده ٠