د لرغونی زمانی د اولمپيک په سپورتی سياليو کی ورزشی پروګرامونه اکثرأ د لرغونی يونان د عنعنوی ورزشی فعاليتونو پر اساس وټاکل شول . د لرغونی زمانی د اولمپيک د سپورتی سياليو د پرځای کيدو په لومړنيو وختونو کی مسابقی به په عمده توګه د سپک اتلاتيک د ورزش په شاوخوا کی سر ته رسيدې او پيمانی او اغيزی يی هم محدودې وې . وروسته د نوموړو سياليو د پيمانو د پراخيدو سره سم په مسابقو کی د برخه والو لوبو پروګرامونه هم په پر له پسی توګه زيات شول او د ميلاد د مخه تر شپږمی پيړۍ پوری د پهلوانی ، ځغاستی ، جګ توپ ، اوږد توپ او ډسک په ګډون پنځه ډوله سيالی ،
بوکس بازی ، د أس ځغاستې ، غيږ نيوۍ ، جنګی موټر ، په جامو کی د لوبغاړو ځغاستی او داسی نور ورزشی پروګرامونه پکی وشامل شول چه د لوبو شمير يی له شلو نه زيات و او اکثريت يی له نظامی مهارتونو او تمريناتو سره رابطه درلوده .
* په لوبغالي کی ځغاسته
د ميلاد د مخه په ٧٧٦ کال کی په اولمپيا کی چه د لرغونی يونان د (( يليس )) د ښاری ډلی تر اداری او کنترول لاندی وه ، د لرغونی زمانی د اولمپيک لومړنی سپورتی سيالی پرانستله شوه او په هغی کی يوازينی لوبه په لوبغالی کی د لنډ مسافت ځغاسته وه چه د لرغون زمانی يونانيانو ور ته (( ستايډيون )) ويل .
دا لوبه د لرغونی زمانی د اولمپيک په سپورتی سياليو کی لومړنی ورزشی پروګرام بلل کيده چه فاصله يی ١٩٢ اعشاريه ٢٧ متره وه . د روايت له مخی ، نوموړی فاصله د لوی پهلوان رب د پښی د کچی له ٦٠٠ چندو سره برابره ده .
* د منځنی واټن لرونکی ځغاسته
د ميلاد د مخه په ٧٢٤ کال کی د منځنی واټن لرونکی ځغاسته د لرغونی زمانی د اولمپيک په سپورتی سياليو کی د يوی رسمی لوبی په توګه شامله شوه او د لرغونی زمانی يونانيانو ور ته (( دياولوس )) ويل ، او د سيالی فاصله يی د دوو (( ستاديون )) له کچو سره برابره وه چه تقريبأ 365.76 متره دي .