<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-10 17:27:30    
د چين په جنوب کي د ملي اقليتونو عنعنوي جشن

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چين زراعتی جنترۍ له مخی هرکال د اپريل اتمه نيټه چه د عيسوي کال د تيری می مياشتی له پنځلسمې نيټې سره برابره وه ، د چين د جنوب لويديځی برخې د ګوی جو ولايت د ګوی يانګ ښار د مياو، بو يی، دونګ او د ياو په شمول د ملي اقليتونو عنعنوی جشن دی چی د جشن په ورځ محلی خلک له خوښې او حوشحالۍ نه ډک رنګا رنګ فعاليتونه جوړوی. روان کال د ملی کلتورونو ساتل د نوموړی جشن د فعاليتونو د يوه مضمون بلل شويدی. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسی د زراعتی جنترۍ له مخی د اپريل په اتمه نيټه د ګوی يانګ په ښار کی د ملی کلتوری فعاليتونو په هکله څه معلومات واورئ.

د می په اتلسمه نيټه د ګوی يانګ په ښار کی د ملی اقليتونو عنعنوی سپورتی لوبې او د ملی سندرو د ويلو فعاليتونه جوړ شول. په نوموړو سپورتی لوبو کی د ګوی يانګ د لسو سيمو څخه دوه پنځوسو تنو ورزشکارانو برخه اخيستی وه. د ګوی يانګ ښار په مرکز کی د ملی اقليتونو څو زرو تنو خلکو چه قومي کالي يي اغوستي و او ډول ډول موسيقي الات يي غږول ، د خپل قوم نڅاوي يی وکړې چه د ښار څو لکو تنو ددوي د نمايش ننداره وکړه .

همدا اوس مو د ګوی يانګ ښار په مرکز کی د قومي سندرو خوندور غږ واوريد . ګډون کوونکو خبريال ته ددي جشن په باره کي په زړه پوري معلومات

ورکړل او و يي ويل چه ددې جشن په باره کي ډيرې کيسې شته او يوه کيسه يي دا ده چه وايي په لرغونه زمانه کی د مياو قوم يو قهرمان د اپريل په اتمه نيټه د ننني ګوي يان ښار مرکز ته نژدي مړ شو ، د مياو قوم خلک ددې قهرمان د يادونې دپاره هر کال په دي ورځ راغونډيږي . څرنګه چه د ګوی يانګ په ښار کی د هان، مياو، بو يی، جونګ، يی، تو جيا، ګه لو په شمول دوه پنځوس ملی اقليتونه اوسېږی، د مختلفو اقليتونو ترمنځ روابط ډېر ښه دي، نو هر کال د اپريل په اتمه نيټه په ملی فعاليتونو کی مختلف قومی خلک ګډون کوی چی شمېر يی څه دپاسه دوه لکه تنه دي.

په روان کال کی د دې جشن د نمانځنې فعاليتونه د تېرو څو کلونو په نيسبت بيلا بيل دي. روان کال د ګوی يانګ د ښار حکومت د دې جشن د نمانځنې دپاره په فعاليتونو کی د قومی سندرو د ويلو سيالۍ او د زه او زما قوم په عنوان د مقالو د يوې سيالۍ په شمول زيات شمېر خوندور فعاليتونه زيات کړيدي. د ګوی يانګ ښار د قومی او مذهبی چارو د رياست مامور مېرمن تن شيو چونګ وويل چی مونږ د قومی هنرونو د خپرېدو او د ملی اقليتونو د هنرمندانو د روزنې دپاره نوموړی فعاليتونه جوړ کړيدي. هغه زياته کړه

د روان کال په فعاليتونو کی نه يوازی معاصری هنر، بلکه عنعنوی هنر ليدل کېږی او له دې فعاليتونو څخه څرګندېږی چی قومی کلتور نه يوازی ښه ساتل کېږی، بلکه په پر له پسی توګه پرمختګ يی موندلی دی، د مثال په توګه د قومی او ټولينزو مهارتونو په باب سيالی او د قومی سندرو د ويلو سيالی. د قومی سندرو د ويلو په سيالی کی برخه وال په دوو ګروپونو ويشل شوی وچی له ملی اقليتونو څخه سندره

غاړي او د ملی اقليتونو د سندرو مينه وال سندره غاړي وو.

د قومی او ټولنيزو مهارتونو په باب د سيالۍ په بهير کی له مختلفو قومونو څخه برخه والو لوبغاړو خپل ځانګړی مهارتونه وښودل، د مثال په توګه د مصنوعی زمريانو نڅا، د مياو قوم ګلدوزی او داسی نور.

علاوه پر دې د دې جشن د نمانځنې دپاره د قومونو د ګلونو په نامه د نمونوی نجونو انتخابات جوړ شول او د مياو، هوی، بو يی، تبت، يی او د من په شمول د څو قومونو څخه زيات شمېر نجونو پکی ګډون درلود. داسی نجونی نه يوازی په زړه پوری څېرې لری، بلکه رنګا رنګ خاص مهارت کولی شی.

همدا اوس مو په نوموړو انتخاباتو کی د يوې برخه والی نجلۍ له خوا سندره واورېده چی تانګ شا شا نومېږی. مېرمن تن شيو چون دا څرګنده کړه چی د دې انتخاباتو او د زه او زما قوم په نامه د مقالو د سيالۍ په شمول د څو فعاليتونو د جوړېدو له لاری نه يوازی د مختلفو قومونو غوره ځوانان، بلکه د مختلفو قومونو خپل کلتورونه او هنرونه وښودل شول.

ګرانو دوستانو، همدا اوس تاسو د هنر او کلتور نننی پروګرام واورېد چی عنوان يی و د اپريل په اتمه نيټه د ګوی يانګ په ښار کی د مختلفو قومونو د ډول ډول فعاليتونو په هکله څه معلومات. هيله ده چی پروګرام مو خوښ شوی وی. ستاسو د روغتيا په هيله!