


ښارد چين په ختيځ کې د شان دونګ په ولايت کې واقع دی او د نوموړي ولايت د مرکز جي نان د ښار څخه د موټر په واسطه يوازي د دوو ساعتو په فاصله ليري دی ، په چين کې د وي فانګ ښار د کاغذ پرانونو د جوړولو له امله ډير شهرت موندلی دی ، د ښار په زياتو ځايونو کې ډير رنګارنګ ، ښکلي او په زړه پوري د کاغذ پرانونه پلورل کيږي ، حتی د کاغذ پرانونو د بينالمللي اتحاديې مقر هم د وي فانګ په ښار کې جوړشوی دی
سياحان چې وي فانګ ښار ته ځي عمومأ د کاغذ پرانونه اخلي او د تحفي په توګه خپلو دوستانو او خپلوانانو ته ورکړي ٠
د ١٩٨٤ کال نه راهيسي د هرکال د اپريل په دوهمه نيمايي کې د وي فانګ ښار په اطرافو کې د کاغذ پرانونو نړيوال فيستوال جوړيږي ، د فيستوال په موده کې د نړۍ د بيلابيلو هيوادونو او سيمو څخه د کاغذ پرانونو جوړونکي د وي فانګ ښار ته ځي او د کاغذ پرانونو په فيستوال کې خپل جوړشوي رنګارنګ کاغذ پرانونه ښيي ٠ په دې وخت کې د فيستوال د جوړولو ځای د کاغذپرانونو څخه د ډک سمندر په شان ښکاري ، په دې ځای کې ډول ډول ښکلی او په زړه پوري کاغذپرانونه ليدل کيږي ٠ دلوي کاغذ پران اوږدوالی يو زرو پنځو سوو مترو ته رسيږي او کوچني يې د اورلګيت په قطي کې هم ځاييږي ٠
ښاغلي دوان يونګ چې د وي فانګ د پوهنځي يو استاذ دی وويل په دې ښار کې
د کاغذ پرانونو يو موزيم شته او پکې د چيني او خارجي کاغذپرانونو رنګارنګ ښکلي او په زړه پوري نمونې او مربوط اسناد ليدل کيږي ، هغه زياته کړه چې =اواز١= ==په دې موزيم کې هغه کاغذ پرانونه چي ډيره پخوا يې طلايي جايزې ترلاسه کړې او هم د نورو بيلابيلو شکلونو لرونکي کاغذپرانونه خلکو ته ښودل کيږي ٠ سيلانيان د نوموړي موزيم څخه زمونږ د چيني ملت د عنعنوي کلتور سره پيژندګلوي هم ترلاسه کولای شي او هم دکاغذپرانونو د ودې او تکامل د بهير سره اشناکيږي ٠اوسني خلک د عصري او مترقي تخنيکونو په وسيله کاغذ پرانونه جوړوي او د کاغذ پرانونو مواد هم په پر له پسي توګه بدليږي ٠
د کاغذ پرانونو د موزيم څخه پرته د وي فانګ په ښار کې دکاغذ پرانونو د پلورلو دکانونه هم ډير زيات دي ، په يوه دکان کې چې يوان دونوميږي دکاندارې ميرمن شينګ سيانګ يان وويل دهغې په دکان کې په عمده توګه عصري کاغذ پرانونه پلورل کيږي چي د ځينوکاغذپرانونو مواد کلکې ښيښې او ښکلي وريښمين ټوکر دی ، دغه کاغذپرانونه د عنعنوي کاغذپرانونو په نسبت کلک او ښکلي دي ، هغې وويل زمونږ په دکان کې زيات عصري کاغذپرانونه پلورل کيږي ، قسمونه يې هم بيلابيل دي ، لوي او کوچني کاغذپرانونه هم شته ٠
محترمو دوستانو د وي فانګ په ښار کې دکاغذپرانونو نه علاوه د وي فانګ ځانګړي خوندور خوراکونه هم د خلکو علاقه راجلبوي ، ځيني خوراکونه خو د چين د مشهورو خوراکونو په ليست کې هم خپل نومونه ثبت کړی دی
د وي فانګ په ښار پوري مربوط يوه ولسوالي چي څانګ له نوميږي په چين
کې د شنو قيمتي ډبرو د توليدولو مرکز دی ، دا ولسوالی د نړۍ د شنو قيمتي
ډبرو د پنځو لويو معدني سيمو څخه شميرله کيږي ، په دې ولسوالي کې د قيمتي ډبرو د محصولاتو د توليدولو او پلورلو مرکز شته چې مساحت يې لس هکتاره ځمکه نيسي او پکې په خاصه توګه د چيني او خارجي قيمتي ډبرو محصولات پلورل کيږي مثلا د تايلند ، سريلانکې ، جنوبي افريقې ، هند او استراليا په شمول په نړۍ کې د قيمتي ډبرو عمده توليدشوي محصولات هم په دې مرکز کې اخيستل کيږي ٠هرکال زيات چيني او بهرني سوداګران نوموړي مرکز ته ځي او د قيمتي ډبرو او جواهرو څخه جوړشوي ښکلي محصولات اخلي ٠ دنوموړي مرکز د اداري کميټې رئيس جاوشي جون وويل دا مرکز په چين کې د قيمتي ډبرو د محصولاتو د پلورلو دپاره يو لوي بازار دی ، تيرکال په دې مرکز کې د قيمتي ډبرو او جواهرو د محصولاتو د سوداګري ارزښت څلورو مليارډو ژنمينبي يوانو ته رسيدلي و ٠دا ځای د چين د شان دونګ په ولايت کې د توريستي تجارتي شيانو د سوداګري دپاره يو مهم ځای ګڼل کيږي ٠