<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-10 18:12:54    
د روم لوي امپراطور قيصر

cri

ګايوس جوليوس قيصر د لرغوني روم قوماندان ، سياستمدار او ليکوال و ، دده په مشرۍ د روم اردو ټوله اروپا فتحه کړه او د روم يو تکړه امپراتوري سلطنت يې جوړکړ ، هغه د خپل سلطنت په دننه کې په وحشيانه توګه قيام کوونکي وځپل او په اصلاحاتو يې هم لاس پوري کړ ، په دې اثر د روم سلطنت خپل سمسورتيا او تکړه توب هم را منځته شو ٠

قيصر د ميلادنه سل کاله دمخه د جولاي په مياشت کې په روم کې وزيږيد، پلار يې د روم يو لوي قاضي و ، د ميلاد نه ٦٧ کاله مخکې قيصر د روم د واکمن پانګ پۍ د يوه خپلوان د لور پانګ پينيا سره واده وکړ،د ميلاد نه ٥٨ کاله مخکې قيصر د روم نه په بهرکې د دريو ولايتونو د ګورنر په توګه مقررشواو دروم څلور قول اردو دده تر قوماندانۍ لاندې راغلل ،د ميلاد ٥٨ کاله دمخه قيصر د روم د نايب الحکومه په توګه وټاکل شو او دهمدې کال نه د ميلاد نه دمخه تر٥١ کاله پورې قيصر په لس کلني جګړې لاس پورې کړ ، دده په مشرۍ د روم اردو د ګاولو پرسيمې باندې يرغل وکړ او هغه يې تر خپل کنترول لاندې راوستله چې ټوله ساحه يې د اوسني فرانسې او بلجيم د ټولو سيمو او د سويس ، المان او هالند د ځينو برخو سره برابروه ٠ که څه هم د قيصر اردو د شمير له نظره تفوق نه درلود ، مګر د قيصر د اردو د قوي جنګي قوت په وجه قيصر په بري سره د راين سيند لويديځه سيمه د روم په امپراتوري سلطنت کې شامله کړه ٠ ورپسې په دې سيمه کې قيصر د خلکو قيام وځپه ، د لس کلنۍ جګړې له امله قيصر خپل يو قوي جنګيالي اردو جوړه کړه او د ګاولو سيمه يې هم ترخپل کنترول باندې راوستله ، دا د قيصر د رقيب پانګپۍ د خورا انديښنې سبب وګرځيد

د خپل تسلط د ساتنې دپاره پانګ پۍ د قيصر سره جنګ اعلان کړ ،قيصر د پانګۍ چلينج ومانه او د خپل اردو سره يې روم ته مارش وکړ ٠ د جګړې د پيل د اوو ورځو نه وروسته کايسار او دده اردو د روم ښار ته ننووتل ، د دوو مياشتو نه وروسته قيصر ټوله ايتاليا تر خپل کنترول لاندې راوستله ، ورپسي قيصر په هسپانيه او يونان کې د پانګ پۍ سره جګړه وکړه او هغه ته يې ماتي ورکړه ، په اخره کې پانګ پۍ د مصريانو لخوا ووژل شو ٠

پر پانګ پۍ باندې د بري د موندلو نه وروسته قيصر روم ته بيرته ستون شو او د روم د خلکو په زړونو کې د يوه قهرمان په توګه وګڼل شو ، هغه په روم کې يو لړ اصلاحات ترسره کړل ، د بيلګې په توګه قيصر ځينې ځمکې هغو سرتيرو ته وويشلې چې د ده سره يې په جګړو کې برخه اخيستې وه ترڅو د دوي د لويو کارناموستاينه وکړي ، هغه ځينې قانوني قاعدې هم وټاکلې ، مثلا د روم پارلماني غړي بايد د انتخاباتو له ﻻرې وټاکل شي او د دوي د ماموريت موده به د ټول عمر وي ، قيصر د جنتري اصلاح يې هم وکړ او په واضحه توګه يې امروکړچې يو کال بايد ٣٦٥ ورځې وي ، د روم د مشرانو مجلس يې هم نوي جوړکړ او يو شمير ځوانان يې په پارلمان کې شامل کړل ، په عين وخت کې قيصر د حکومت مامورين تبديل کړل او هغه مقررات يې تصويب کړل چې د حکومت مامورين بايد د ولسونو او وګړو لخوا انتخاب شي ، د اصلاحاتو په نتيجه کې د روم امپراطوري سلطنت ورځ په ورځ قوي او سمسورکيدو ٠ مګر د کايسار د اصلاحاتو له امله ځينو کسانو خپل امتيازات او واکمن مقام له ﻻسه ورکړل ، دوې نه يوازي د اصلاحاتو سره مخالفت کاوه بلکې يې ډير کوشش کاوه چې قيصر له منځه يوسي ،د واکمنۍ د ګټلو دپاره د قيصر او د

روم د مشرانو د مجلس د پلويانو ترمنځ يوه جګړه رامنځته شوه ، نوموړي جګړې څلور کاله دوام درلود٠په پاي کې قيصر پوره برې وموند ،

د ميلاد نه ٤٥کاله دمخه قيصر روم ته بيرته ستون شو او د روم د دايمي نايب الحکومه په توګه وټاکل شو٠

، د ميلادي ٤٤ کال نه مخکې قيصر په روم کې د مشرانو د مجلس په يوه غونډه کې د سؤقصد له امله مړشو ٠

د قيصر د مړينې نه وروسته د زياتو پاچايانو او امپراطورانو لخوا د قيصر نوم د قوي او تکړه امپراطور په نامه ياديده ٠