<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-11 15:57:49    
پوښتنو ته ځواب

cri

رمز—. چين جونګ جانې اوس خو د اوريدونکو پوښتنو ته د ځواب برخه راسيدلی ده . د پاکستان د صوبه سرحد د باختر د کلب مشر سيدالرحمن بهير صاحب په خپل ليک کی داسی ليکلی دی چه غواړم چه ما ته د ختن د ښار او د د ختن د مشکو په باره کی معلومات راکړی او دا شعر هم راته نشر کړی : موټې خاوره د وطن به پری ورنکړم *** که په سر د ځمکی هر وطن ختن شی . ځينو اوريدونکو په خپلو ليکونو کی هم د ختن د ښار سره علاقه ښودلی ده. دوی غواړی چه په دې برخه کی څه معلومات تر لاسه کړی ، نو په دې مناسبت به تاسو د پروګرام په دې برخه کی د چين د ختن د ښار په باب څه معلومات وړاندی کړی .

جونګ – ښه ده . ګرانو اوريدونکو ! د ختن ښار چه د چين د سينجانګ د ويغوری قوم د خود مختارې سيمې په جنوبی برخه کی پروت دی ټول مساحت يی دوه سوو اوه څلرويښت زره اته سوه مربع کيلومتر دی او د سينجانګ په ټولو مساحت کی په سلو کی پنځلس برخه نيسی او د چين په ټول مساحت کی په سلو کی دوه اعشاريه شپږ برخه نيسی . د ختن ښار د سينجانګ د خود مختارې سيمی له مرکز ورو مو چی څخه يو زر نهه سوه دری اتيا کيلومتره فاصله لری چه په دی جمله کی يو زرو پنځه سوه کيلومتره سړک په صحرا کی دی . د ختن په سيمه کی اوه ولسوالی، يو ښار او شپږ اتيا علاقه دارۍ شته او نفوس يومليون اوه لکه دری څلويښت زره تنه دی چه په دې جمله کی ويغوريان قوم په سلو کی شپږ نوی اعشاريه شپږ اته برخه نيسی ،د هان قوم خلک په سلو کی دری اشاره يو دوه برخه نيسی او نور قومونه په سلو کی صفر اعشاريه يو دوه نيسی . د ختن په ادارې سيمه کی د

ويغوری ، هان ، خوی تاجيګ ، قرغز اود سي به قومومو په شمول څليرويښت قومونه ژوندکوی چه د خلکو قطعی ستر اکثريت د اسلام په مقدس دين باندی عقيده او ايمان لری .

د ختن په سيمه کی د رڼا او حرارت د انرژی منابع ډيری غنی دی چه په ټول کال کی پردی سيمی تاندی د دوه زره څلور سوه او يا ساعتو څخه تر دوه زره اوه سوو پنځه نوی ساعتو پوری د لمر پلوشی شيندی چه د شيندلو وخت يی په سينجينګ کی تر نورو سيمو اوږد دی . د ختن د تودخې منځنی درجه لوړه ده او په کال کی د سانتی ګراد يوولس اعشاريه شپږ درجی ته رسيږی او د سينجانګ د نورو سيمو په نسبت د ختن په سيمه کی هوا ډير معتدله ده د شپې او ورځی ترمنځ د هوا د تودوخی د درجو توپير زيات دی او باران ډير لږ اوری او د کال په څه دپاسه دوو سوو ورځو کی هيڅ کنګل نه کيړی ، نو له دی برکته زراعتی کښتونو ښه تر لاسه کيږی.

د ختن په لرغونی زمانه کی دری قيټی محصولات يعنی د هونګ ليو دا يوين په نامه يوه خاصه دوا ، ويغوری دارودرمل او د خره او يشم ، غالۍ او اوريښم د ختن دری نوی قيټی توليدات دی .

ګرانو دوستانو ،وروسته يوه سينجيګ سنداره واوری .

محترمو دوستانو ! د مونږ او اوريدونکی خپرونه په همدی ځای پای ته ورسيده . ستاسو د کاميابی او خوشحالی په هيله .