د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د جون په ١١ نيټه په ټينګه سره دخپل هيواد په خاوره کی د القاعدی د غړو د روزنی او تمرين کمپ رد کړی دی او و يي ويل، هغه خبر تر اوسه پوری هم نه دی تاييد شوی کوم چه وايی څو ورځی دمخه دامريکی د يف بی ای لخوا د القاعدی په اړه دوه تنه پاکستانيان ونيول شول .
د پاکستان د نيوز د ورځپاڼې د ١٢نيټې د خبر له مخی ، صدراعظم شوکت عزيز په ١١ نيټه په اسلام اباد کی له خبريالانو سره د مرکی په ترڅ کی وويل ، په پاکستان کی نوموړی هيڅ کمپ نه شته ، په امريکا کی د پاکستان لوی سفارت د هيواد هيواد له يف بی ای سره تماس نيولی او په دی هڅه کی دی چه د نوموړو دوو تنو پاکستانيانو په باب تفصيلات ترلاسه کړی .