<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-12 16:06:50    
په بنګله دېش کی انسان دوست بانکونه

cri

ګرانو دوستانو، ټولو ته معلومه ده چه بنګله دېش له هغو هيوادونو څخه دی چه د هر تن په سر يی عايدات په نړۍ کی ډير لږ دی٠ په بنګله دېش کی د غريبو او بی وزلو خلکو لپاره لومړی بانک چه په نولس سوه دري اتيايم کال کي جوړ شو ، ډيره ترقي موندلې ده چه تر تير کال پوري يی يو زرو دوه سوه اوه شپيته فرعي څانګی تاسيسی کړی دی او دوولس زره تنه کارکوونکي پکي کار کوي ، نوموړي بانک د کليوالي بانک په نامه ياديږي او شپږ څلويښت زرو کليو ته يي د څلورو ميلياردو پنځو سوو مليونو امريکايي ډالرو په اندازه کريديتونه برابر کړيدي ٠ د يادونې وړ خبره دا ده چه کريديت عمومأ په کليو کي غريبو ښځو ته ورکول کيږي او هر کريديت يی د دوو سوو امريکايي ډالرو نه زيات نه وي ٠

د دې بانک جوړونکی محمد يونس وويل چه په بنګله ديش کي نور بانکونه له غريبو خلکو سره تعصب لری او د دوی په نظر غريبان پورونه نه شی ادا کولی، نو اکثر غريبان له معمولي بانکونو څخه پورونه نشي اخيستي ٠ د کليوالي بانک د جوړېدو دپاره د يونس لومړي کارد غريبو خلکو په هکله د بد نظر له منځه وړل و ٠ هغه وويل چه هغه غريبان چه د پورونو ادا کولو په هکله ضمانت کوونکي نه لري ، د شتمنو خلکو په نسبت ښه اعتبار لری او په ټاکلی وخت خپل پورونه ادا کوي٠ او په سلو کښی ٩٨ پور اخستونکو غريبو خلکو خپل پورونه بيرته ورکړی دی ، ځکه چه غريب پوهيږی چه دا د دوی له غربت څخه د ژغورلو لپاره يوازنی لاره ده، مګر شتمن خلک د قانون څخه نه ويريږی ٠ دوی په دی فکر کښی دی چه د فرصت څخه په استفادی شخصی ګټی ترلاسه کړی ٠

نوموړی بانک اصلاُ د ځانګړی پرمختګ دپاره جوړ شويدی ٠ يونس له دې نه وروسته چه په خارجی هېواد کی له پوهنتون څخه د اقتصاد دوکتوری درجه يی تر لاسه کړی ده خپل هېواد ته بېرته راستون شو او د يوه ښوونکی په حيث يی کار وکړ٠ کله چه هغه د خپل هيواد په وړوکو او تنګو لارو کوڅو کښی ګرځيده ، دا احساس يی وکړ چه د ده ترلاسه شوی علوم او پوهنه د بنګله دېش د واقعی حالاتو سره زيات توپير لری٠ له دې نه وروسته چه هغه د غريبانو مشکلاتو او ستونزو ته زياته توجه وکړه ، پرېکړه يی وکړه چه له ښوونځی څخه بهر ته ولاړشی او له دغو غريبو خلکو سره مرسته وکړی ٠ لږ وخت وروسته هغه د يوی يو ويښت کلنی ښځی سره اشنايی وکړ، دغه ښځه ٣ماشومان لری ٠ هغه هره ورځ د باڼسی چوکيو په جوړولو لګياده او له دې لاری تريخ ژوند تيروی٠ هره ورځ د زيار کښلو نه وروسته هغه يوازۍ ٢ امريکايی سينټه تر لاسه کوی، يونس د دغه خبر په اورېدو سره زړه يی وسوځيد او له خپل جيب څخه يی ٢٨ امريکايی ډالره راواخيستل او د پور په توګه يی دغو غريبو کسانو ته ورکړل٠ بيا وروسته هغه تصميم ونيوه چه د غريبانو دپاره داقتصادی ضمانت کوونکی په حيث له بانګ څخه کريديتونه واخلی ترڅو دوی د پورونو په اخستلو سره اقتصادی ستونزی لری کړی ٠ په اخر کی يوه بانک موافقه وکړه چه غريبانو ته پورونه ور کړی ٠ په پای کښی د کلی ټولو غريبانو په ټاکلی وخت خپل پورونه ادا کړل ٠ يونس په دې نسبت ډېر خوشحاله و٠ وروسته دغه بانک خپل کريديتونه سلو کليو ته خپاره کړل ، په دی وخت کښی يونس فکروکړ چه زه بايد پخپله يو بانک جوړ کړم ٠

د يونس د بانک خصوصيت دا دي :

لومړی ، له بانک څخه د پورونو اخيستونکی بايد غريبان وي٠

دوهم ،د پورونو د اخستلو دپاره له هر شکل مادی ضمانت ته اړتيا نه شته ٠

دريم، ښځی د کريديتونو د اخستلو په باب امتياز لری ، د پورونو د اخستونکو په سلو کی څلور نوی برخه ښځی دی ځکه چه دوی د پورونو ښی ادا کوونکي دي٠

څلورم ، پورونه اخيستونکی د بانک خاوند هم دی ځکه چه د بانک په سلو کی شپږ نوی برخه پانګی ددوی په لاس کښی دی٠ هرهغه تن چه لومړی کريديت تر لاسه کړی ، بايد ورسره په جوخت د بانک سهم واخلی ٠

پنځم، د کريديت اندازه بايد کوچينی وی ٠ د هر تن په سر د کريديتونو اندازه دی له يو سلو شپېتو امريکايی ډالرو څخه زياته نه وی او بانک ته بايد ګټه ور کول شی٠

شپږم ، د هرو پنځو کريديتونو اخيستونکو لخوا يو ګروپ جوړيږی چه پکی د همکارۍ رويه رامنځته کيدای شی٠

هر کال څه دپاسه دری مليونه اوه لکه تنه غريب خلک له داسی بانکونو څخه پورونه اخلی او له دی امله د دوی د ژوندانه سويه لوړه شوی ده ٠ محلی اوسيدونکی د يونس بانک ته انسان دوست بانک وايی٠