<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-12 16:24:13    
د خوشحال خان

cri

د اشعارو اجتماعی او اخلاقی خوا(٦)

د سردارئ او ملګرئ په باب خو مو د ده فکر نظر وليد ک غواړئ چه د انسان په باب د ده نظريه ځانته معلومه کړئ چه دی انستان او انسانی مقام ته په څه نطرګوری او څنګه يی ګڼی ، نو دا بيتونه يی واورئ !

جهانونه څه لږ نه دی ته يی نه وينی نادلنه

ګوره څو دی هسی زمکې ګوره څه هسی اسمانه

واړه ځای ستا په زړه کی ای تر عرش لويه انسانه

ائينه د زړه صيقل کړه چه يی ووينی ای جانه

که دې دا ننداره وشی جدا نه يی له سبحانه

ځای او مسکن دی د کارګه ګلشن نشی

کمذات سړی دی د جاه څښتن نشی

حسن هغه دی چه اصل ذات لری

د سپاندې ګل به کله سمن نشی

سره له دې چه دی بی له ذاتی او فطری استعداده تعليم و تربيت ته په څه اثر نه دی قايل بيا هم بی ادبه بی علمه بې هنره او بی اخلاقو کسانو ته په داسی نظر ګوری .

چه نه ادب لری نه عقل رای لری

دوپايی ليده شی خوی دچار پای لری

چه بی ادبه وی ادم يی مه ګڼه

څه شو که شکل ادم نمای لری

اصيل توب په نور څه نه دی

اصيل توب دی په خويو نو

په مريونو کی اصيل شته

په اصيلو کی مريو نه

خوشحال خان دسردارۍ ، زمامدارۍ او مملکتدارۍ دپاره ځينی صفتونه او خصلتونه لازم او ضرور بولی چه بايد د ولس مشر او واکمن يی ولری او عمل پری وکړی . کله چه وايی :

يا سردار لره خپل عقل ياوزير صاحب تدبير

که هر څو يی عقل ډير وی بيا هم بويه ښه وزير

که دا نه وی نه هغه وی په ژوندون يی بويه وير

ښه سردار لره دوه کاره دايم بويه په ضمير

يو دی هسی رنګ بخشش کا چه پکی نه وی تبذير

باز د چرګ چرګ د دانو دی ښه دی پوه شی په دا ځير

بل چيه ننګ ته تياری کا په دښمن دی شی خبير

که په صلح کی روزګارشی څه حاجت د تيغ و تير

په دنيا د سر ښندل شی هود ته هم نشی تقصير

که نه څوک نيسی ځان تيغ ته نه شلغم دی نه پنير

سردار ته بويه دا يو څو څيزه جه مړنی وی زما عزيزه په بل ځای کی وايی :

ماهيت يی مونده نشی چه څه څيز دی دابشر

کله اور کله اوبه شی کله توره کله سپر

کله څورب شی له باده کله بيا په هيڅ ډنګر

لکه دی دی په جهان کی بل بهنهوی ديده ور