د سينهوا اژانس دخبر له مخی د افغانستان د ملی دفاع د وزارت نطاق طاهر عظيمی د جون په ١٢ نيټه په کابل کی په يوه مطبوعاتی مرکه کی دا خبر رد کړ چی په سلګونه عسکر تښتيدلی دی .په عين وخت کی يی دا اعتراف هم وکړ چی ځينی عسکر د بيلا بيلو علتونو له امله تښتيدلی دی مګر د همدغه شان عسکرو شمير لږ دی .
افغانستان غواړی چی د ٢٠٠٦ کال تر پای پوری به د اويا زرو عسکرو په شمير ملی پوځ جوړ کړی.د امريکی او د ناتو د بلاک په مرستی د افغانستان د ملی پوځ د عسکرو شمير اته ويشت زرو تنو ته رسيدلی دی .