<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-13 18:41:25    
د تايوان نامتو کسان د روغتيا دپاره بيلا بيلی لاری چاری لری

cri

تر اوسه پوری زيات مشهور کسان د روغتيا د ساتنی دپاره کوشش کوی .د دوی اساسی هدف دا دی چی ناروغی لږ ولری او خپل حياتی قوت ښه وساتی .په ژوند کی هر څوک د روغتيا د ساتنی دپاره بيلا بيلی لاری چاری لری چی محتويات يی مساعد ورزش ،کافی تفريح او روغتيايی خوراکونه دی .

د روغتيا د ساتني په هکله د تايوان د پلاستيکي توليداتو د شرکت د عمومی مدير وانګ يونګ چينګ طريقه په تايوان کي مروجه شوی ده .په عين وخت کی هغه د زاړو کسانو دپاره د روغتيا د ساتلو په هکله کلتوری کلۍ جوړ کړی دی او د دی دپاره د ٥٠ ملياړدو تايوانی نويو يونو په ارزښت پانګه اچولی ده . په نوموړی کلی کی يی د زوړ کسانو دپاره د ژوند ښه چاپيريال برابر کړی دی .په کلی کی متخصصانو نه يوازی د زوړ کسانو دپاره د خوراکونو مينو جوړی کړی دی بلکه په نوموړی کلی کی رستورانونه هم شته .هلته خلک د درملو بوی نه بويوی برعکس دا احساسوی لکه چی په هوټل کی ژوند کوی چی په دی ډول زاړه کسانو ورو ورو له ناروغۍ نه ليری شی .روغتيايی کارپوهان په دی باور دی چی داسی کلی اوس په تايوان کی نوی تمايل ګرځيدلی دی .عمومی مدير وانګ يوان چينګ وويل چی د ده کلتوری کلی به په لويی وچی کی هم جوړ شی . دده لور چی نوم يی وانګ شيو هانګ ده وويل چی د دوی شرکت د خپلو مقوي موادو د جوړولو دپاره زياتی پيسی اچولي دي څو چه لا زيات مراجعه کوونکي راجلب کړي .

د سينګ ګوانګ په نامه روغتون د وګړو روغتيا ته ډيره پاملرنه کوي او د دی دپاره يی د تايوان د روغتيا د ادارې کمپنی جوړه کړيده .په عين وخت کی د شاونګ هه په نامه د شرکت عمومی مدير ګو بينګ ځونګ هم د خپلو مقوي توليداتو د پلورلو دپاره اعلانونه جوړ کړي او ويلي يي دي چه که ددوي لخوا توليد شوي مقوي شيان وخوري ، روغتيا به مو ښه وساتل شی .

په ګرمي چينی کي ځان مينځل د روغتيا دپاره ډيره ګټه لري ځکه چه د چينې په اوبو کي ډول ډول معدني شيان شته او معدني مواد د پوستکو د ناروغيو او نورو مرضونو د علاج دپاره ډير ګټور رول لري . د تايوان يوه مشهوره ښځه چه هه لی لينګ نوميږي او د أرايشګاه او هوټل خاونده ده او لا تر اوسه پوري يي خپله ښکلا ساتلې ده ، نو زياتی ښځی د خپلې ښکلا د ساتلو دپاره د هغې لخوا د تر لاسه شويو تجربو څخه زده کړه کوي . هغی د خپلو تجربو د يادونې په وخت کي وويل چه که څوک وغواړي د خپل پوستکې ښکلا ښه وساتي ، نو بايد ښه عادتونه ولری او قهوه او شراب و نه څښی او هره ورځ مساعد ورزش وکړی .

د تايوان د تقنينی کميټی غړی ګاو ځين سو می چی پخوا د ځګر په سرطان اخته شوی وه اوس په ښه روغتيايی حالت کی ژوند کوی .د هغی په قول د جراحی د عملی کيدو د يو کال نه وروسته يوازی سابه خوری او د مالګينو شيانو او مځکنی بادامو په شمول خوراکونه نه خوری .د هغی په نظر مساعد خوب د روغتيا د ساتلو دپاره مهم رول لوبوی .له خوراکونو نه علاوه اوبه د خلکو په ژوند کی يوه مهمه شی دی .د معلوماتو له مخی زيات نامتو کسانو د پاکو اوبو د خوړلو دپاره په خپلو کورونو کی د اوبو د پاکولو سيستمونه نصب کړی دی .

له دی امله چی مشهور سړی ويريږی چی لويو روغتونونو ته ولاړ شی نو په دی وجه يی زيات شمير روغتونونو او ځانګړی کلنيکونه جوړ کړی دی .تير کال د شينګ ګوانګ په نامه روغتون همداشان کلنيک جوړ کړ چی زيات شمير مشهور کسان يی راجلب کړی او په نوموړی کلينيکونو کی د روغتياد منظمه معاينی نوی بهير رامنخځته شوی دی .د نوموړی روغتون نطاق وويل چی زيات سرطانونه د طبی معاينی له لاری په اسانه توګه کشفولی شی .

په واقعيت کی مونږ يوازی طبيعی خوراکونه خورو او مساعد خوب او ورزش کوو او د روغتيا د ساتلو دپاره معاينه کوو نو روغتيا به تامين کيدای شی .

ګرانو دوستانو زمونږ نننی پروګرام پای ته ورسيدخوشحاله اوسی.