<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-13 18:58:02    
دچين صنعتګر ښاغلی يی تونګ ياو .

cri

په وروستيو کلونو کښی دچين د موټرونو بازار په چټکی سره انکشاف موندلی

دی ، دنړۍ دموټر جوړولو مشهوری تصدۍ لکه د المان د فولکسواګين دډلی او د امريکی د فورد د موټر جوړولو د ډلی په شمول د تصديو توليدات دچين بازارونو ته داخل شوی دی . په دی وخت کښی چه زياتو لويو بين المللی تصديو دچين په بازارونو کی خپلو چارو ته پراختيا ورکړی ، يو ځوان چينی صنعتګر د خپلی تصدۍ په مشرۍ يوازی د اتو کالو دوخت په مصرفولو سره د چين له خوا جوړ شوی

مارک لرونکی موټرونه د نړۍ څه د پاسه ديرشو هيوادونو او سيمو ته پلورلی دی .هغه د چی ژوی د موټر جوړولو د شرکت عمومی مدير ښاغلی يی تونګ ياو دی .

په ١٩٨٤ کال کښی يی تونګ ياو له پوهنتون څخه د فارغيدو نه وروسته د چين دموټر جوړولو لويی تصدۍ يعنی دموټر جوړولو دلومړۍ ډلی شرکت ته داخل شو . په ١٩٩٥ کال کی د موټر جوړولو د لومړی ډلی د شرکت او د المان د والکسواګن دشرکت له خوا په ګډو پانګو يو خارجی شرکت جوړ شو،د لږی مودی نه وروسته يی تونګ ياو له خپل شرکت نه ووت او بيرته خپل اجداد ی کور يعنی دان خوی ولايت ته راغی او د اتو ملګرو سره په ګډه د چينی مارک لرونکی موټرونو د جوړولو تصدۍ يی جوړه کړه .هغه داسی وايی چه په چين کښی د موټر دتصدۍ جوړول دا تشبيه لری چه ګواکی په نړۍ کښی لومړی جګ غر يعنی د ځو ما لاما غره

ته دختلو په شان وی ی ، له خارجی لويو تصديو سره الحاقول دا معنی ورکوی چه د غره پر هغه جنوبی لمن قدم وهی کوم چه دغره عوارض لږ څه هوار دی ، د خپل مارک لرونکی محصولاتو توليدول دا تشبيه کوی چه د غره پر شمالی لمن قدم وهی کوم چه دغره عوارض خطرناک او شراشيب دی ، هغه وويل کله چه ما دغره پر جنوبی لمن قدم واهه ، احساس می وکړ چه دومره اهميت نه لری ، ځکه چه د غره پر څوکی باندی اوچت شوی ملی بيرغ د بل هيواد دی . مونږ غواړو چه دغره له شمالی لمن څخه دغره څوکی ته وخيژو او ورباندی دچين ملی بيرغ پورته کړو .

په ١٩٩٧ کال کښی د چی ژوی دموټر جوړولو محدود شرکت په رسمی ډول تاسيس شو . د ١٩٩٩ کال د دسمبر په مياشت کښی د فينګ يون په نامه د لومړی ډول موټر توليدول پيل شو. دغه ډول موټر دمشتريانو له خوا پيژندل شو ی دی په ٢٠٠٤ کال کی د چی ژوی دموټرونو د پلورلو اندازه نوی زرو عرادو ته ورسيده او دچين د موټر جوړولو په لسو غښتلو تصديو کښی شامل شوی دی . د خپلواکو او مهمو تخنيکونو د تر لاسه کولو دپاره د چی ژوی شرکت د ممتازو او بااستعدادو کسانو راجلبولو ته په ډيره درنه سترګه ګوری . يی تونګ ياو وويل ځکه چه د موټر جوړولو په برخه کښی بااستعداده کسان په چين کښی ډير لږ دی ، زه دهمصفانو ، ملګرو او د لوړو او ټيټو درجو ترمنځ د روابطو څخه په استفادی سره تر ممکنه حده پوری ډير بااستعداد کسان د چی ژوی شرکت ته را جلبوم .

ډاکتر سو مين د چی ژوی د موټر څيړنو دانستيتوت رئيس دی . پخوا هغه

دامريکی د جنرال موتورس ډلی او دفورد د شرکت انجنونو دجوړولو کار پوه و. د يی تونګ ياو هم وطن هم دی .په ٢٠٠٢ کال کی هغه د خپلو خپلوانو د ليدنی کتنی

دپاره بيرته خپل وطن ته راغی، په دی وخت کښی هغه د يی تونګ ياو په بلنه د چی ژوی په شرکت کښی ګْډون کړی و .

د خپل مارک لرونکی موټرونو جوړول يو ډير ګران کار دی ، ډاکتر سو مين خبريا ل ته وويل چه دخپلو محصولاتو د بهره بردارۍ دپاره تر هر څه لومړۍ بايد دتخنيکونو څخه زده کړه وکړو، دشرکت د تاسيس په ابتدايی موده کښی چی ژوی دزده کړی سخت او ګران جريان تير کړی و . هغه وويل په هغه وخت کښی مشکلات ډير زيات وو . مونږ په نړۍ کښی دمشهورو تخنيکي شرکتونو د لټولو دپاره کوشش کاوه . مونږ دډول ډول طريقو څخه په استفادی سره دوی ته قناعت ورکړ چه له مونږ سره يو ځای کار او همکاری وکړی ، د درو مياشتو نه وروسته دوی دا وموندله چه دکارکوونکو طاقت يی په چټکی سره لوړ شوی دی..