<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-14 09:33:36    
پاکستان غوښتنه وکړه چه هند بايد د سياچين له طبعی يخچال څخه خپل فوځ وباسی

cri

د سين هوا اژانس دخبر له مخی ، د پاکستان خارجه وزارت د روانې مياشتې په ١٣ نيټه غوښتنه وکړه چه هند بايد بی له کوم شرط د سياچين له طبعی يخچال څخه خپل فوځ وباسی ترڅو د دواړو هيوادونو ترمنځ د نوموړی خاوری په باب شخړه حل و فصل شی .

د پاکستان د خارجه وزارت نطاق جليل عباس ګيلانی په نوموړی ورځ په يوه مطبوعاتی کنفرانس کی وويل چه هند په ١٩٨٤ کال کی په زور سره نوموړی يخچال نيولی دی . که يوازی هند له نوموړی سيمې څخه خپل فوځ وباسی ، نو په هغه ځای کی به سوله تامين شی .

پاکستان د نوموړی سيمې په هکله د هند د صدراعظم منموهن سينګ د وړمې ورځې د وينا په مقابل کی خپل عکس العمل څرګند کړی دی . سينګ ويلی ؤ چه د پاکستان سره د نوموړی شخړې د حل و فصل لپاره هند بايد يوه لاره پيدا کړی تر څو د دواړو هيوادونو ترمنځ دښمنی پايته ورسيږی او نوموړی يخچال په يو سوله ايز ځای بدل شی .