<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-14 16:55:32    
(( ژر ځه ، دا زما خور ده ! )) _ د ځوان قهرمان عنی جومه سره مرکه

cri

د روان کال د اپريل په دوهمه نيټه د چين د شينجيانګ په مرکز وروموچی ښار کی کله چه د شپی توره پرده په ښار راغوړيدله ، د (( شان سی سيانګ)) په نامه بازار ډير تود ښکاريده او د ډوډۍ او خوراکونو د خوړلو په ځای کی د خلکو ګڼه ګوڼه ډيره وه . د شينجيانګ د پوهنتون په اړه د خارجی ژبو د پوهنځی ښځينه محصيله وانګ لی د خپلو همصنفيانو سره د مخه ښی نه وروسته د خپل کور په لور روانه شوه . کله چه هغه د يو شمير پرچون پلورونکو په وړاندی تيريدله ، ناڅاپه يی دا وموندله چه د يوه غل لاس يی جيب ته واچول شو ، خو له دی امله چه وانګ لی پر وخت هغه وليد ، نو غل په قهر او غصه شو او په زور سره يی په لوټ کولو پيل وکړ . په دی اضطراری وخت کی چه نجلی وانګ لی د وارخطايی په حال کی لويدلی او وينه يی تښتيدلی وه ، ويغوری زلمی عنی جومه له خپلو دواړو وروڼو سره يوځای د نجلی وانګ لی په وړاندی ودريدل او په سخت او لوړأواز سره يی غل ته وويل : ژر ځه ، دا زما کشره خور ده ! خو نوموړی غل دده پر خبرو باور ونه کړ او تری پوښتنه يی وکړه : خن ، ته ولی د خان قوم خور لری ؟ په دی وخت کی څو نور بدکسان له

نوموړی غل سره د مرستی لپاره هم عنی جومه ته ورنژدی شول . عنی جومه سمدستی له خپلو دواړو وروڼو نه وغوښت چه د نجلۍ وانګ لی سره يوځای ليری وتښتيږی ، پخپله يی ددوی تر شا د نوموړو بدکسانو مخه ونيوله . مګر په ناڅاپه توګه له نوموړو بدکسانو څخه يوه سړی په يوه تيزه چاکو د عنی جومه په شا ووهله او سرې تازه وينې يی له شا نه وبهيدی او عنی پرهغی مځکی چه د هغه تودی وينی سره کړی وه ، ولويد . که څه هم بالاخره قاتل ونيول شو ، خو زمونږ قهرمان ويغوری زلمی عنی جومه د زياتو وينو د توئيدو له امله د بی سدۍ په حال کی پاتی شو .

په دوهمه ورځ دشپی په يوه بجه او شلو دقيقو عنی جومه د روغتون د جراحی عملياتو کوټې ته ورسول شو . تر دی وخت پوری د هان قوم پيغله وانګ لی معلومه شوه چه نوموړی زړه ور ويغوری زلمی عنی جومه نوميږی او نور دوه ځوانان دده مشر وروڼه دي . ددوی اجدادی کور د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختاری سيمی د پيزيواټ په ولسوالی کی دی او د خپلی بوختيا لپاره د وروموچی ښار ته راغلی دی .

نجلی وانګ لی او د هغی پلار د عملياتو د کوټې د باندی په خورا انديښنی سره ناست وو او دڅه د پاسه درو ساعتو نه وروسته د عنی جومه عمليات په بريالی ډول پای ته ورسيدل او د سختی ناروغۍ د څارنی او پرستارۍ کوټې ته ورسول شو . د اپريل په دريمه نيټه غرمه عنی جومه ورو ورو خپلی سترګی خلاصی کړی . کله چه نجلی وانګ لی يی چه د کټ تر څنګ ناسته وه او په ژړا شوه ، وليدله ، په خوښی سره په مسکا شو .

د وانګ لی پلار يو متقاعد معيوب عسکر دی او مور يی مړه شوی ده . نو

ددوی د کورنی اقتصادی شرايط ښه نه دی . د مرګ له خطر نه د عنی جومه د ژغورلو لپاره د وانګ لی پلار خپلی ټولی ٦٠٠٠ يوانه پيسی روغتون ته وسپارلی . خو دغه پيسی د علاج له لګښت نه ليری وې . يوه ورځ وانګ لی د وروموچی ښار دمستهلکينو سهارنی ورځپاڼې ته تيلفون وکړ او په هغه کی يی د ويغوری زلمی عنی جومه قهرمانانه اقدام بيان کړ .

وروسته له هغه چه د عنی جامه او دده وروڼو د نوموړی قهرمانانه اقدام په باب کيسه په سهارنی ورځپاڼه کی خپره شوه ، د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختاری سيمی د بيلا بيلو درجو مشران په وار سره روغتون ته ورغلل او دعنی جومه د حال اواحوالو پوښتنه يی وکړه . په عين وخت کی د خودمختاری سيمی او د ورومو چی د ښاروالی په اړه د مرستی د صندوقونو لخوا عنی جومه او دده وروڼو ته د لسو زرو ژن مين بی يوانو په اندازه جايزه ورکړل شوه . سربيره پردی ، يوازی په څه د پاسه لسو ورځو کی د ټولنی د مختلفو محافلو لخوا اويا زره يوانه راټول شول او د عنی جومه د طبی لګښت مشکلات يی له منځه يووړل .او عنی جومه خپله روغتيا بيا ترلاسه کړه او هره ورځ به زيات ناپيژندونکی د هغه د کتلو لپاره د تازه ګلانو په لاس کی نيولو سره روغتون ته راتلل او د ده کوټه د ګلانو په کوټی بدله شوی وه .

د ډاکټرانو د شلو ورځو د جدی او دقيق علاج نه وروسته د اپريل په ٢٢ نيټه قهرمان عنی جومه په پوره توګه روغ جوړ شو او له روغتون نه وتلی دی .