<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-14 18:03:50    
د چاي هګۍ

cri

ټولو ته معلومه ده چه چين يو داسي هيواد دي چه د چاي بوټې د کرلو او د چاي د استعمال په هکله د نړۍ د نورو هيوادونو نه مخکي دي ٠ هان د څه د پاسه څلورو زرو کلونو نه د مخه په چين کې چاي پيدا شو او تر استفادي لاندې راغلي دي ٠ په لوموړنيو وختونو کې خلکو خود رويه چاي د يو ډول دوا بوټې وګاڼه ٠ وروسته د دغه ډول دوا د طولاني استعمال په ترڅ کې خلکو دا درک کړ چه چاي نه يوازي خوشبوي لري ، بلکه د څکلو نه وروسته به يي د بدن د حرارت او مسموم هم ليري کولي شي ٠ نو له دي نه وروسته ورو ورو چاي د خلکو يو ډول مشروب وګرزيدو او د چاي څکل د ځلکو عادت ګرزيدلي دي ٠ د وخت په تيريدو سره د خلکو له پاره د چاي اړتياوي په پرله پسي توګه زياتې او پراخې شوي دي ٠ نن ورځ په چين کې د چاي قسمونه ډير زيات دي او د استعماليدو شکلونه يي هم ډير دي ٠ مثلأ چاي نه يوازي د بيلا بيلو مشروباتو د جوړولو له پاره تري استعماليداي شي بلکه د چايو په واسطه بيلا بيلو خوارکونه هم جوړيږي ٠ په چين کې چاي په عمده توګه په دوو قسمونو ويشل کيږي چه يو ډول يي سور چاي وايي او بل يي شين چاي وايي ٠ د چين د عنعنوي طب له نظره سور چاي ګرمي خاصيت لري او شين چاي يخ خاصيت لري ٠ نو په چين کې خلک دا عادت لري چه په ژمي کې سور چاي څښي او په دوبي کې شين چاي څښي ٠ دغه راز د خلکو په ورځني ژوند کې چاي هم د بيلا بيلو خوراکونو په جوړونو کې تر استفادې لاندې راغلي دي ٠ د چاي هګۍ چه په چين کې زيات خلک يي ډير خوخيږي ، د خلکو د ډوډۍ پر ميز باندې ډير زيات ليدل کيږي او جوړنه يي هم ډيره ساده ده ٠ لومړي لس دانې هګۍ او سل ګرام سور چاي تيار کړۍ٠ هګۍ په اوبو کې جوش کړۍ ، هګۍ چه پخه شي ، په يخو اوبو کې واچوي او د څو دقيقو نه وروسته يي له اوبو نه راوباسي او پوستکې يي ليرې کړۍ ، بيا نوموړي هګۍ په يو ديګ کې واچوي او په عين وخت کې برابر اوبو هم پکې واچوي چه د اوبو اندازه دي د هګۍ د پاسه برخې ته و رسيږي ٠ وروسته سل ګرام سور چاي ، برابره مالګه او پخپله خوښه نورې مساله سره يو ځاي پکې واچوي او ويي لړۍ٠ بيا نوموړي ديګ د اور د پاسه کيږدې ٠ کله چه اوبه جوش شي ، اور نرم کړۍ او بيا به د شل يا ديرش دقيقو له پاره هګۍ پخې کړۍ ترڅو سپين هګۍ د چاي په رنګ بدل شي او په دي ډول د چاي هګۍ تيار شوه ٠ د سپين هګۍ په نسبت د چاي هګۍ ډيره خوندره ده ٠