<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-14 18:13:10    
په بيلا بيلو هيوادونو کي د ماشومانو ځانګړي جشنونه --- (لومړی برخه)

cri

په دوهمه عمومي جګړه کي يعني د نولس سوه دوه څلويښت کال د جون په مياشت کي د چک د ليديڅ په کلي کي ټول نوي زيږيدلي ماشومان او هغه نارينه چه عمر يي د شپاړسو کالو نه زيات و، د نازيانو لخوا ووژل شول او نورې ښځې او نوي تنه ماشومان يي مرکز ته وشړل شول ، ددې ورځې د يادونې دپاره د دوهمې عمومي جګړې د بريالي کيدو نه وروسته د نولس سوه نه څلويښتم کال د نوامبر په مياشت کي د ښخو بين المللي دريموکراتيکې اتحادېې په مسکو کي پريکړه وکړه چه هر کال د جون لومړي ورځ د ماشومانو د بين المللي ورځې په نامه ياديږي . د چين د ولسي جمهوريت د جوړيدو نه وروسته د همدي کال د دسمبر په درويشتمه نيټه اعلان وکړ چه د ماشومانو د پخواني جشن په ځاي چه هر کال د اپريل د څلورمې نيټې سره برابره وه ، لغوه کړي او هر کال د جون لومړي ورځ د ماشومانو د بين امللي ورځې په نامه وټاکي او د زياتو هيوادونو ماشومان دغه جشن نمانځي . خو ددې بين المللي ورځې نه پرته په نورو زياتو هيوادونو کي د خپل هيواد د ماشومانو خاص جشنونه هم ټاکل شويدي .

په کولمبيا کي هر کال د جولاي څلورمه ورځ د ماشومانو د ورځې په نامه ياديږي او په دي ورځ کي په ټول هيواد کي ماشومان د دلقک ماسک په مخونو اغوندي ، واټونو ته ځي او د نمانځنې فعاليتونه اجرا کوي .

په برازيل کي د ماشومانو ورځ د اګست پنځولسمه نيټه ده چه د هغه هيواد د ناروغيو د وقايې د ورځې سره برابره ده ، نو هر کال په دي ورځ کي ډاکتران د ماشومانو دپاره چه د عمر يي د پنځو کالو نه کـم وي ، بوليوميليت په ضد واکسين

اچوي ، برسيره پردي د اکتوبر دوولسمه نيټه چه په برازيل کي د عيسي مور ورځ ده ، هم د ماشومانو د ورځې په توګه ياديږي .

د کوريا په جمهوريت کي هر کال د مې د پنځمې ورځې د رارسيدو نه مخکي پلار و مور خپلو اولادونو ته د تحفو د تيارولو دپاره هڅه کوي ، نو په مغازو کي د شيانو بيې ټيټيږي .