د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د استراليا صدراعظم جوهن هوارد د جون په ١٥ مه نيټه په مرکز کانپيرا کښی د پاکستان له جمهوريئس پيرويز مشرف سره د خبرو اترو نه وروسته اعلام وکړ چه استراليا او پاکستان په همدی ورځ د تره ګرۍ سره د مبارزی ، کرهنی او پانګه اچونی په ساحو کښی د ٢اړخيزو همکاريو په باب ٣ موافقه نامی لاسليکی کړی دی ٠ هوارد وويل چه د نوموړو ٣ موافقه نامو نه علاوه هغه په همدی ورځ له محترم مشرف سره په تعليمی او نورو ساحو کښی د دواړو هيوادونو تر منځ د همکارۍ په باب مشوری هم وکړی ٠ مشرف هيله وکړه چه له استراليا سره د پاکستان مناسبات په پرله پسی توګه انکشاف ومومی او استراليا د ٢ اړخيزو تجارتی چارو د تقويه کولو او د پاکستان د اقتصادی انکشاف د ترسره کولو په برخو کښی لا زيات رول ولوبوی ٠ مشرف د جون په ١٣ مه نيټه د خپل ٣ ورځنی رسمی مسافرت دپاره استراليا ته ورسيد ٠
|