<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-15 18:31:12    
د ګن ژوي سيان په مشرۍ بزګرانو د شتمنۍ پر لورې قدام اوچت کړي دي

cri

د چين د منځني خوا د حه نان ولايت د سين سيانګ ښار په اطرافو کې د ګن ځوانګ په نامه يو کلي شته ، لس کاله د مخه دغه کلي يو نسبتأ غريب کلي ؤ او د کليوالو عايدات ډير ټيټ و ٠ خو په دي وروستيو کلونو کې په دي کلي کې ستر بدلون رامنځته شوي دي ٠ لږه موده د مخه زمونږ خبريال نوموړي کلي ته لاړ او ويي ليدل چه د کلي د لويو او پراخو سړکونو په دواړو غاړو کې قطار په قطار نوي او ښکلي کورونه جوړ شوي دي ٠ کليوالو خبريال ته وويل چه دغه ستر بدلون د دوي د کلي د کليوالو د کميټې د رئيس ګن ژوي سيان د خدمتونو سره نه جلا کيدونکي دي ٠

ښاغلي ګن ژوي سيان سږکال شپږ ديرش کلن دي ، د ځوانيتوب په وخت کې هغه په نطامي اردو کې خدمت کاوه ، د تيرې پيړۍ د نهمې لسيزي په لومړيو وختونو کې بيرته خپل کلي ته ستون شو ٠ هغه د خپل ژوند د بدلولو له پاره له خپلو کورنيو غړو سره د چرګانو د روزني يو مرکز جوړ کړ او تايکسي يي هم چلوله او د څوکالو د زيارونو نه وروسته يي له دي لارې کورني ژوند نسبتأ شتمن شوي دي ٠ خو له دي امله چه په دي کلي کې مځکې لږې او نفوس يي زيات دي ، نو د زياترو کليوالو ژوند لا هم ډير غريب ښکاريده٠ په دي نسبت د ښاغلي ګڼ ژوي سيان زړه تل نا ارام ؤ ، په دي هکله هغه خبريال ته وويل چه که څه هم زه لا پخوا شتمن شوي يم ، خو کليوال مي لا هم غريب وو ، نو ما وغوښتل چه بايد د خپلو کليوالو له پاره يو څه خدمت وکړم څو چه کليوال په ګډه سره شتمن شي ٠

د ١٩٩٥ کال د اپريل په مياشت کې د نوموړي کلي د کليوالو د کميټې په انتخاباتو کې ښاغلي ګن ژوي سيان د څه د پاسه دوو زرو تنو کليوالو نه په سلو کې د پنځه نوي برخو موافقو رايو په ګټلو سره د نوموړي کميټې د رئيس په توګه انتخاب شو ٠ په هغه وخت کې هغه شپږ ويشت کلن ؤ ٠

د کلي د ودانولو په پيل کې د کليوالو له پاره د اوبو د څکلو ، د لارو او بريښنا په باب مسئلې تر ټولو نه مهمې مسئلې ګڼل کيدې چه د فوري حل غوښتنه يي کوله ٠ خو کلي هيڅ عايدات نه ؤ ، نو ښاغلي ګن ژوي سيان د چرګانو د روزنې خپل مرکز او تکسي وپلورل او د شلو زرو ژن مين بي يوانو په اچولو سره يي اړوند تجهيزات راونيول ، لومړي يي په پنځو ورځو کې د کليوالو له پاره د څکلو د اوبو لينونه ترميم او جوړ کړل ٠ وروسته ښاغلي ګن ژوي سيان بيا د کليوالو په مشرۍ د پيسو په راټولولو سره د دوو مياشتو له پاره په کليو کې دري پراخ او ارت سړکونه جوړ کړل ٠ په دي اساس د کليوالي اشتراکي اقتصاد په دوامداره پرمختيا سره نوموړي کلي بيا په وار سره د اوو لسو مليونو ژن مين بي يوانو په اچولو سره د کلي اړوند اساسي تاسيسات جوړ کړل چه په دي ترڅ کې د کليوالو ژوند او د ژوندانه چاپيريال يي ډير ښه والي موندلي دي ٠ ددي کلي بزګرې ميرمن ګن جون جي خبريال ته وويل چه اوس زمونږ کلي د ښار په نسبت هم ښه دي ٠ د شپې په وخت کې د سړک په دواړو غاړو کې څراغونه شته ، نو هيڅ انديښنه نه لرو ٠

په دي وروستيو کلونو کې د کليو د اقتصاد د پرمختيا په بهير کې ډير شتمنۍ را غونډې شوي دي ٠ په ٢٠٠١ کال کې د ښاغلي ګن ژوي سيان تر لار ښوونې لاندې د کلي کميټې فيصله وکړه چه د کلي د اقتصاد د دوامداره پرمختيا له پاره د کلي توريستي چارو ته پراختيا ورکړي شي ٠ د نوموړي فيصلې سره سم ښاغاي ګڼ ژوي سيان د کليوالو په مشرۍ د پنځوس مليونو ژن مين بي يوانو په اچولو سره د کليو د يوه توريستي پارک په جوړولو پيل وکړ ٠ بزګر ګاو جيان خبريال ته وويل چه د دغه پارک د جوړيدو په وخت کې کليوالو ټولو په خپلو سترګو وليدل چه ښاغاي ګن ژوي سيان او د کميټې ټولو غړو په ريښتيا زمونږ د کليوالو له پاره ډير کارونه کړي ، نو مونږ حتمأ ور سره يو ځاي کوشش وکړو ٠ دکليو د کدرانو او کليوالو د اتلسو مياشتو له کوششونو نه وروسته يو داسي توريستي پارک چه مساحت يي څه د پاسه پنځوس هکتارې مځکې ته رسيدلي او د سيل ، اوسيدو او لوبو کولو بيلا بيل اړوند توريستي فعاليتونه پکې شامل دي ( جوړ شوي دي ٠ د دغه پارک د جوړيدو نه وروسته د کلي ټولو کليوالو ته ډيرې ګټې رسيدلي دي ٠