د روايت له مخی ، د هران په عبادتګاه کی د مقدس اور بلول د لرغونی زمانی د اولمپيا په مذهبی مراسمو کی تر ټولو درنه ، عظيمه او په زړه پوری منظره ګڼله کيدله . نو په دی وجه د لرغونی يونان خلکوبه په دی وياړ کاوه چه د مقدس اور د بلولو حق او په ټول عمر کی نه هيريدونکی فرصت لاس ته راوړی . د ډيرو خلکو د غوښتنی له امله د مقدس اور د بلولوونکی ټاکل يو مشکل کار و ، نو د ځينو کسانو د تجويز سره سم د لنډی فاصلې د ځغاستی د مسابقی له لاری د نوموړی مشکلې مسئلی د ليری کولو پريکړه وشوه . هغه څوک چه تر نورو لومړی عبادتګاه ته ورسيږی ، هغه به د مقدس اور د بلولو د مراسمو د پر ځای کولو حق او فرصت ترلاسه کړی . د وخت په تيريدو سره نوموړی پريکړه د لرغونی يونانيانو په عنعنوی عمل او عادت بدله شوی او د ربانو اراده بلله کيدله . نو په دی توګه د نوموړی ځغاستی لوبه د يونان په اصلی خاوره کی په بيړه پراخه شوی ، او د لرغونی يونانيانو ورسره ډيره مينه او علاقه درلوده .
* د ليری واټن ځغاسته
د ميلاد د مخه په ٧٢٠ کال کی د لرغونی زمانی د اولمپيک د ١٥می دورې په سپورتی لوبو کی د ليری واټن ځغاسته د سيالی د يوی رسمی لوبی په توګه ومنله شوه . ترهغه وخته پوری منډی وهل او ځغاستی د لرغونی يونانيانو په زړونو کی نه بدليدونکی ځای ونيوه . د ليری واټن ځغاستی ته د لرغونی يونانيانو لخوا (( دوليچوس )) ويل کيده . د (( دوليچوس )) د سيالی اوږدوالی عمومأ د (( ستاډيون )) په نامه د منځنی واټن د ځغاستی د ٧ نه تر ٢٤ پوری اوږدوالی سره برابر و . د هری سيالی اوږدوالی يی يو شان نه و ، خو ټول يی له ١٢٨٠ اعشاريه ١٦ مترو نه تر٤٣٨٩ اعشاريه ١٢ مترو پوری ساتل کيدل . د تاريخی معلوماتو له مخی ، د لرغونی زمانی د اولمپيک د سپورتی لوبو په تاريخ کی د هغی ځغاستی سيالی نوره نه ليدل کيده چه اوږدوالی يی له ٤٣٨٩ اعشاريه ١٢ مترو څخه زيات ؤ .