<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-17 08:56:23    
د اتو هيوادونو ډلی د مخدرو موادو د معاملاتو د ليری کولو لپاره افغانستان ته د لازياتو پيسو د ورکولو پريکړه وکړه

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د اتو هيوادونو د ډلی د داخله او عدليی د وزيرانو په هغه غونډه کی چه اوس د برتانيی په منځنی ښار شيفيلد کی روان ده ، د جونو په ١٦ نيټه د اړوند تخصيص د زياتوالی پريکړه وشوه ترڅو د مخدرو موادو د معاملاتو د ليری کولو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي شی .

د برتانيی داخله وزير چارلس کلارک په همدی ورځ له خبريالانو سره د مرکی په ترڅ کی وويل ، د لويديځو هيوادونو لپاره د مخدرو موادو له معاملاتو سره په مبارزه کی افغانستان ته د لا زياتو پيسو په شمول مرسته ورکول خورا ضروری دی . نوموړی زياته کړه چه د اتو هيوادونو ډله به د افغانستان له حکومت سره نژدی همکاری وکړی ترڅو نوموړی پيسی پر هغو افغانانو باندی وويشل شی کوم چه دوی د اپن پرځای نور زراعتی کښتونه کری .