<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-17 16:59:29    
د اتومي انرژي د بينالمللي سازمان عمومي مدير محمد ال برادي

cri

محمد ال برادي په ١٩٤٢ کال کې په مصر کې زيږيدلی دی او د شلمې پيړۍ په شپږمه لسيزه کې يې د قاهرې په پوهنتون کې د حقوقو په برخه کې د ليسانس علمي درجه ترلاسه کړه٠ د ١٩٧١ کال نه تر ١٩٧٤ کاله پوري هغه په وار سره د نيويارک د پوهنتون د بينالمللي حقوقو د ماستري علمي درجه اود دکتوري علمي درجه ﻻسته راوړه ، برادي په عربي ، انګليسي او فرانسوي ژبو ډيرښه پوهيږي ٠

په ١٩٦٤ کال کې ٢٢ کلن برادي د مصر د بهرنيو چارو په وزارت کې داخل او په ديپلوماتيک کار يې پيل وکړ٠ ورپسي برادي د دوو ځلو دپاره په م م کې د مصر په هئيت کې دنده په غاړه درلوده ، په ١٩٨٤ کال کې کله چې برادي په بينالمللي سازمان کې ډيرې تجربې او سابقه يې ترلاسه کړه د اتومي انرژي د سازمان په سکرتريت کې شامل شو او د١٩٨٤ کال نه تر ١٩٨٧ کاله پوري برادي په وار سره په م م کې د اتومي انرژي د سازمان د عمومي مدير د استازي او د اتومي انرژې د سازمان د حقوقي مشاور، د مدير او د نوموړي سازمان د خارجي اړيکو د څانګې د مدير په حيث دندې په غاړه واخيستې ، د ده د وتلو او ممتازو موفقيتونو له امله برادي په ١٩٩٣ کال کې د خارجي اړيکو په برخه کې د اتومي انرژې د سازمان د عمومي مدير د مرستيال په توګه مقرر شو٠

د ١٩٩٧ کال د دسمبر په لومړي نيټه برادي د پخواني عمومي مدير بليکس پر ځای د اتومي انرژي د سازمان د عمومي مدير په حيث وټاکل شو او د ٢٠٠١ کال د سپتمبر په مياشت کې په مسلسله توګه نوموړي دنده په غاړه واخيستله ٠ په دې موده کې هغه په وار سره د عراق ، ايران او کوريايي ټاپووزمې د ذروي بحران د سختو ازموينو

څخه وتلی دی ٠

په هغه مسئله کې چې ايا عراق لويې وژونکې وسلې درلودې که نه ؟ برادي هميشه دا نظر درلود چې بايد په عادلانه توګه د عراق د وسلو تفتيش وکړی شي او د امريکې لخوا د برابر شويو اطلاعاتو په هکله يې شک څرګندکړی و ٠ د عراق د جګړې د پيل نه مخکې برادي په دوو ځلو کې د ملګرو ملتو امنيتي شورا ته د عراق د وسلو د تفتيش په باب راپورونه وړاندې کړل او په واضحه توګه يې څرګنده کړه چې د اتومي انرژي د سازمان تفتيش کوونکو په عراق کې کومه لويه وژونکې وسله ونه موندله او د امنيتي شورا څخه يې غوښتنه وکړه چې د عراق د وسلو د تفتيش وخت نور هم د څو مياشتو دپاره اوږد شي ٠

د ايران د ذروي مسئلې په باب امريکا هميشه پر ايران باندې انتقادکوي چې د ذروي انرژي څخه د سوله ايزې استفادې په پلمه په پټه توګه د ذروي وسلوڅيړنه کوي اويا يې جوړوي ٠، امريکا پر دې ټينګارکوي چې د ايران ذروي مسئله د ملګرو ملتو امنيتي شورا ته وړاندې کړی او څو څو ځله يې وويل چې پر ايران باندې تعزيرات ولګوي ، د امريکې د سختې رويې په وړاندې برادي دا نظرلري چې د کلکو شواهدو د نشتوالي په حال کې بايد د ايران د ذروي مسئلې په هکله سړه رويه غوره کړي شي او له دې سره يې ټينګ مخالفت وکړ چې پر ايران باندې تعزيرات ولګول شي ٠ د برادي په منځګړيتوب د ٢٠٠٣ کال د دسمبر په مياشت کې ايران د ذروي وسلو د نه خپريدو د تړون په اړوند اضافي پروتوکول لاسليک کړ ٠

د کوريايي ټاپووزمې د بې ذروي وسلې کولو د بهير د پرمخبيولو په برخه کې برادي له يوې خوا د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت چخه غوښتنه وکړه چې د

اتومي انرژي د سازمان سره همکاري وکړي او هيله يې وکړه چې د ديپلوماتيکو

لارو چارو په واسطه د کوريايي ټاپووزمې ذروي مسئله په سوله ايزه توګه حل شي او

په عين وخت کې يې د کوريا د جمهوريت څخه هم غوښتنه وکړه چې د ذروي ازموينې په مسئله کې شفافيت وساتي او په وخت د اتومي انرجي بينالمللي سازمان ته اطلاعات وړاندې کړي ٠

د اسرائيلو په هکله چې چې د ذروي وسلو د نه خپريدو تړون يې نه دی لاسليک کړی برادي پيشنهاد وړاندې کړی و چې منځني ختيځ دې د ذروي وسلو څخه پاکه وساتل شي او ويې غوښتل چې اسرائيل په دې قانع کړي چې خپله ذروي پاليسي بدله کړي

د بينالمللي ذروي مسئلو د حلوفصل په برخه کې د ليدو وړ موفقيتونو له امله د اتومي انرژي د بينالمللي سازمان د ٣٥ غړو هيوادونو څخه زياترو پرمختيايي هيوادونو له برادي څخه غوښتنه وکړه چې په مسلسله توګه خپله دنده په غاړه واخلي د ٢٠٠٤ کال د سپتمبر په پاي کې د اتومي انرژي د بينالمللي سازمان شورا په مسلسله توګه د برادي لخواد د ندې د ترلاسه کولو په باب يادداشت خپورکړ٠د ٢٠٠٥کال د جون په ١٣ نيټه د اتومي انرژي د بينالمللي سازمان د شورا په غونډه کې موافقه شوه چې برادي په مسلسله توګه خپله دنده په غاړه واخلي ٠