<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-17 17:14:00    
د بېجينګ د هو های په نامه د جهيل په شاوخوا کی منظره لرونکی سيمه

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! ټولو ته معلومه ده چه بېجينګ د چين د مرکز په توګه نه يوازی يو معاصر ښار دی، بلکه پکی رنګا رنګ عنعنوی کلتورونه هم ليدل کېږی. هر هغه سياح چی بېجينګ ته سفر کوي ، حتمأ به د عظيمو پاچاهی ماڼيو او د معاصرو لوړو ودانيو د ليدو نه وروسته ژور خاطرات په خپلو زړونو کي وساتي . په حقيقت کی د بېجينګ په ښار کی پرته د تاريخي ځايونو نه د ليدو وړ نور زيات ځايونه هم شته ، مثلا د هو های په نامه جهيل ښکلي منظرې لری. چين ته د سفر په نامه نننی پروګرام کی به تاسو ته د هو های په نامه د جهيل په شاوخوا کی د منظره لرونکی سيمې په هکله څه نا څه معلومات وړاندی کړو.

د بيجينګ ممنوع ښار يعني امپراطوري ماڼۍ په ټوله نړی کي ډير شهرت لري او هر کال زيات بهرني سياحان راجلبوي . امپراطوري ماڼۍ ته نژدي يو لوي مصنوعي جهيل ليدل کيږي چه يوه برخه يي هو هاي نوميږي چه په چيني ژبه کي د جهيل وروستي برخه ياديږي او د يوان په امپراطوري دوره کي کيندل شوي او مساحت يي څلور ديرش هکتاره دی.

که چيري تاسی د لومړی ځل دپاره د هو های د جهيل سيل وکړي ، ګمان به وکړی چی لکه د چين د جنوبی سيمې يوې کوچنی علاقه دارۍ ته تلي شي په دغه جهيل کی اوبه ارامې دی او د دواړو غاړو په اوږدو کی يی زياتې ونې ليدل کېږی.

(لومړی اواز)

همدا اوس مو د يو سپين ږيري له خوا د شيانو د خرڅولو دپاره چيغې واورېدلې .هغه هره ورځ د دې جهيل د دواړو غاړو په اوږدو کی ايس کريم، مشروبات او نور خوراکونه خرڅوی. که څه هم هغه د شيانو د خرڅولو دپاره په لوړ أواز ناري وهی، مګر چيغې يي د سندرې ويلو په شان ښکلي او خوندورې دي . ممکنه ده چه دغه ډول چيغي يوازي او يوازی د هو های جهيل په شاو خوا سيمه کی اورېدل کيږي . له نوموړی سپين ږيری سره د مرکې په بهير کی خبريال داسی معلومات تر لاسه کړل چی هغه د هو های جهيل ته نژدي اوسېږی او په فارغ وخت کی د جهيل د دواړو غاړو په اوږدو کی خوراکونه او مشروبات خرڅوی او د ښکلو منظرو د ليدو په عين وخت کي څه پېسې ګټلی شی. هغه په دي وياړ دي چه د هو های جهيل ته نژدي اوسيږي . هغه خبريال ته وويل

(دوهم اواز)

زه ډېر نيکمرغه يم چی دلته اوسېږم، ځکه چی د دې جهيل په شاوخوا کی ښکلی منظرې ليدل کېږي ، په دوبی کی که د هوا حرارت څه دپاسه څلويښتو درجو ته رسيږي ، خو د جهيل د دواړو غاړو په شاوخوا کی دومره ګرمی نه وی. په لرغونی زمانه کی يوازی اشراف زاده ګان دلته اوسېدل . په حقيقت کی دلته اته سوه کاله دمخه د چين د يونګ په امپوراتوری دوره کی يوه سمسوری تجارتی سيمه وه چی رنګا رنګ رستورانونه ، کوچنی کوچنی مغازې او د ساعتيری زيات ځايونه يی لرل . اوس د دې جهيل په غاړه کی له څلويښتو نه زيات تاريخي ځايونه او لرغوني ودانۍ موجودې دي چه پخوا پکی شهزاده ګان او نور مشهور شخصيتونه پکي اوسيدل ، مثلا د چين د ولسي جمهوريت پخواني افتخاري رييسه ميرمن سون چين لين او نامتو اديب

او شاعرګو مو ژو او دري تنه مارشالان هم په دي ځايونو کي اوسيدل. علاوه پر دې د دې سيمې په شاوخوا کی ډېر ځانګړی بارونه او چای خانې ليدل کېږی. هره ورځ ماښام ډېر زيات ځوانان په نوموړو بارونو او چايخانو کی د ساعتيرۍ يا د خبرو اترو دپاره دلته راغونډېږی.

خبريال د جهيل په غاړه په يوه چايخانه کی د چای څکلو په عين وخت کی له طبيعي نعمتونو او ښکلو منظرو څخه خوند اخلي او د چايخانې له خاوندې سره خبرې کوي . هغې خبريال ته وويل

( دريم اواز)

اکثره مشتريان مې د دفتر مامورين، خارجی سياحان او عاشقان دي چی زياتې پيسې ګټلی شی. ځکه چی دلته د يوې چايناکې چايو بيه د نورو ځايونو په نسبت په لسګونو چنده جګه ده.

مهمه نه ده چی په کومه چايخانه يا بار کي چاي يا مشروبات څښي که نه ، هر سياح کولي چه د جهيل په غاړه کيني او له ښکلی طبيعي منظرو څخه خوند واخلی.

ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو چين ته د سفر په نامه نننی پروګرام کي د بيجينګ د هو هاي جهيل په باب څه نا څه معلومات واورېدل .